د شرابو څښلو خطرناکی پايلې

 

دشرابو څښلو خطرناکې پايلې 
 
الهی لاښوونی :
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ( 90سورة المائدة).
ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دی څخه لپاره ددی چه نجات ومومی ء .
 
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَآ اِثْمٌ كَبِيرٌ ( الفقره 219).
پوښتنه کوی دوی له تانه ( ای محمده ص ) (له حکم  دڅښلو ) دشرابو اوقمار نه (ای محمده ص دوی ته ) ووايه په دې دواړو کې ګناه لويه ده  .
 ————————————————————————————————————————————————
 
شراب :
شراب (دڅښلو ماده ) ده چه له انګورو ،وربشو يا که هر ډول کيمياوی تعامل ولری  پدی شرط چه نشه ولری شراب بلل کيږی .
دشرابو په استعمال سره دانسان هغه لويه قوه چه دښه او بد تميز ورباندی کيږی چه عقل دی دڅه وخت لپاره له کاره لويږي، نوکله چه عقل له مينځه ولاړ حيا ، ښه او بد ،هلاکت او بربادی ،دغزت اوابرو تميز هم له منځه ځي .
دسترشرافت لرونکی انسان به بيا دشيطان يوه آله وګرځي چه خپلی لوبی به ورباندې کوي دغه وخت بيا له سړی څخه نامناسب کارونه سر وهي .
————————————————————————————————-
 
دشرابو دبديت په اړه نبوی ص ارشادات :
 
عَن ابنِ عَبَاسٍ قَالَ قَالَ رسُول الله صلي الله عليه وسلم مُدمِنُ الخَمرِ اِن مَاتَ لَفِیَ اللهُ تَعاَلی كَعاَبِدِ وَثن ٍ .(رواه احمد ).
له ابن عباس نه روايت دی چه رسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايې : چه هميشه شرابو څښلو واله که په داسې حال کې مړشو ،نو دخدای ج مخکې به دده حاضريدل دمشرک او بت پرست په شان کيږي .
عَن اَبِی مَلِكٍ الاَ شعَرِی  اَنَّهُ سَمِعَ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم يَقُولُ لَيَشرَبَنَّ نَاسً مِن اُمَّتِی الخَمرَ يُسَمُّونَهَا بِغَيرِ اِسمِهَا ( رواه ابوداود ابن ماجه ) .
له ابي مالك الاشعری روايت دی چه ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه اوريدلی دي هغوی ص فرمايل :
چه زما په امت کې به څه خلق شراب څښي (دفريب له وجې ) به هغه ته بل نوم کيږدي يا به يی پر بل نامه يادوي .
حَرََّمَ اللهَ الخَمرَ وَ كُلّ ُ مُسكِرٍ حَراَمً (نساء ي ) . الله ج حرام کړی شراب او ټول نشه کوونکی شيان .
 
إنَّهُ لَيسَ بِدواءٍ وَلكِنَّهُ داَء ُ (مسلم .احمد او ابوداود) . يقيناْ شراب دارو نه دي بلکی درد دی .
 
اِجتَنِبُو الخَمرَ فَاِنّهَا مِفتاَحُ كُلّ َ شَرًّ (حاكم ).

دشرابوله  څښلو لری اوسی ! ځکه يقيناْ شراب دټولو بديو کلۍ  ده .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 30 times, 1 visits today)