د بدراو احد ترمنځ نظامی مانورې (لومړی برخه )

دا چه د بدرغزا د مسلمانانو ‍‍‍‍‍په بری پای ته ورسیده نوځکه د مشرکینواویهودو دښمنی لاپسی زیاته شوه الله(ج)فرمایی (لتجدن اشدالناس عداوهَ للذین امنواالیهودوالذین اشرکوا) (المايده ۸۲ )
ترجمه:د مسلمانانوترټولوسخت دښمنان به یهود اومشرکان ومومی.
د دوی یوه بله ملاتړی ډله مدینه منوره کی دعبدالله بن ابی ترمشری لاندی دمنافقینوډله وه چه ظاهرا خویی ایمان راوړی وخوپه باطن کی مومنین نه و.
څلورمه مخالفه ډله هغه کوچیان و چه دمدینی منوری په شاوخواکی اوسیدل دوی ته اسلام اوکفردومره اهمیت نه درلود دوی فقط په دی فکرکی ووچه که مسلمانان کامیاب شی بیابه ددوی دچوراوچپاول مخه ونیول شی اوغلی به نه شی کولی ځکه په اسلام کی غلامنعه وه اوپه غله بایددغلاحدجاری شی نوځکه دوی هم دمسلمانانوخلاف و.
مشرکین تل دبدل اخیستلودپاره په پلان جوړولوبوخت وهمغه ووچه یوکال وروسته داحدجنګ پیل اودوی دمدینی منوری ترپولوراورسیدل.
۱.په کدرنومی ځای کی دبنی سلیم سره جګړه:
دنبی(ص)معلوماتی شبکواحوال ورکړچه دغطفان قوم بنی سلیم خیل په مدینه منوره دیرغل پلان لری ،نبی(ص) د۲۰۰ صحابه کراموسره روان اوترکدرنومی ځای پوری مخکی ولاړل بنی سلیم تیښته وکړه ،۵۰۰ اوښان تری پاتی شول چه دخمس داخیستلونه وروسته نبی (ص)دصحابه کراموپه منځ کی وویشل چه هرنفرته ۲ اوښان ورسیدل،نبی(ص) دری ورځی هلته پاته شوبیامدینی منوری ته ولاړ.
داغزادبدردغزانه ۷ ورځی وروسته په ۲ هجری کال شوال میاشت کی واقع شوی ده.
 
۲. درسول الله (ص) دوژلوناکامه هڅه:
دبدردغزانه وروسته دمکی مشرکین دنبی (ص)په دښمنی کی خوټیدل په همدی وخت کی ووچه حرم شریف کی دوه مشرکین تصمیم نیسی چه نبی (ص)له منځه یوسی،عمیربن وهب الجمحی وویل چه داټولی ناکراری اوبی اتفاقی اوبدبختی مونژته دنبی (ص) له لاسه راورسیدی که زه قرضدارنه وی اودبچیانودروزنی غم راسره نه وی نوزه به مدینی ته تللی وم اودمحمد(ص)نه به می خلاص کړی وی ،صفوان بن امیه ورته وویل چه دبچیانوهرڅه دپه ماڅه شی چه زمابچیانوخوړل دوی به یی هم خوری اودقرضداری نه به دی هم زه خلاصوم ته داکاروکړه همغه و چه عمیرخپله توره تیره اوپه زهروولړله اومخ په مدینه روان شودبدرپه غزا کی دده زوی هم بندی شوی و اودمسلمانانوسره مدینه کی و کله چه مدینی منوری ته ورسید هلته دخپلی سورلی نه  کوزشو چه دحضرت عمرفاروق (رض)چه له نوروملګروسره دمسجد نبوی سر ه ناست ووسترګی پری ولګیدی اوویی فرمایل چه داد لله ستردښمن دلته څه کوی دادڅه وران هدف لپاره دلته راغلی دی ورغی اوکلک یی ونیوه اولاس تړلی یی نبی (ص) ته راوسته ،نبی (ص) ورته وفرمایل لاس یی خوشی کړی اوماته یی راولی کله چه دنبی (ص)مخی ته ودریدنبی(ص) ورته وفرمایل دڅه لپاره مدینی ته راغلی یی عمیرورته وویل چه دزوی لپاره چه ستاسی سره بندی دی چه ښه سلوک ورسره وکړی نبی (ص) ورته وفرمایل چه داتوره دی دڅه لپاره راوړی ده ده ورته وفرمایل چه دی توری مونژ ته هیڅ په دردنه دی خوړلی نبی (ص) ورته ټوله هغه کیسه وکړه چه عمیراوصفوان په حرم شریف کی مکه مکرمه کی کړی وی دقرضداری اومصارفوټولوکیسه یی ورته واوروله عمیر وویل چه هلته خوبی له مااوصفوان نه نورهیڅوک نه وو داحتمابرحق پیغمبراوالله (ج)په وحی سره خبرکړی دی نوکلمه یی ولوسته اوایمان یی راوړصفوان به په مکه کی خلکوته ویل چه ډیرزربه یوخبرواوری چه ټول به پری خوښ شی
دعمیردایمان راوړلونه نه ووخبرچه دده ملګری ایمان راوړی بیاعمیر مکی ته ولاړ اوهلته یی داسلام دین ته دعوت پیل کړ.

آن لاين اسلامې لارښود ټيم – مهندس سميع الله

Print Friendly, PDF & Email