هندي شاعره د نوبل جايزې کانديده د اسلام د حقيقت په لوري
محتويات (عناوين)
دکتر ثريا کاملا داس په يوه هندي سنتي کورنی کې دنيا ته راغلی هغه د پنځه شپېته کلنۍ په عمر د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه ، او خپل نوم يې ثريا انتخاب کړ ، خلک ډير ورته په تعجب کې وو چې ولی داسې يوې مشهورې چهرې او د داسې افکارو واله ښځې د اسلام دين ته توجه وکړه .
د يوه مالدار او مشهور هندو د پاره دا ډير لوی جرأت غواړي چې اسلام ته مخ کړي او د نورو هندوانو د سخت غضب او دوښمنۍ سره مخ شي ، په داسې حال کې چې دکتر ثريا به په محافلو او مراسمو کې د هندوانو د خدايانو په مدح کې شعرونه او سندرې ويلې لکن اوس د الله تعالی په لويې او عظمت کې اشعار وايي .
د دکتر ثريا د اسلام راوړلو قصه تر پنځلسو نه زياتو ژبو ترجمه شوی ده ، د هغې د اشعارو يوه مجموعه په انګليسی ژبه کې ده له هغه جملې اوړی په کلکته کې ، د ژوند الفباء ، پخوانی او زوړ کور او نور دي چې هغې په دې باره کې ډیر جوايز تر لاسه کړی وو .
د بامبايي ورځپاڼې په حواله : کاملا داس آخر تصميپم ونیو تر څو مسلمانه شي او خپل نوم يې په ثريا بدل کړ هغه پخوا هم بحثونه کړی وو او د کفري ټولنې په باب يې خپل نفرت بيان کړی وو چې بلاخره يې تصميم ونیو تر څو د اسلام په مقدس دين مشرفه شي .
د تايمز انديا ورځپانې له هغې سره تلفني مصاحبه کړی ده چې په لاندې ډول ده :
پوښتنه : څه وخت مو خپل تصميم ونيو تر څو د اسلام طرف ته مخه کړئ ؟
ځواب : دقيق وخت مو په ياد نه دی مګر دا موضوع (۲۷) کاله مخې وه .
پوښتنه : ولې ددې تصميم عملي کولو دومره وخت ونيو ؟
ځواب :کله مې چې خپل تصميم خاوند ته اعلان کړ هغه را ته وويل صبر وکړه نو د هغه د توصيې سره سم مې د اسلام په باره کې زيات کتابونه ولوستل ، هغه وخت مې اولادونو ازدواج نه ؤ کړی او ما نه غوستل زما اسلام راوړل د دوی ژوند ته ضربه ورکړي ، اوس هغوی ټول په ښه موقف کې دي او له ژوند څخه يې راضی يم ، نو ځکه مې اوس خپل تصميم ښکاره کړ .
پوښتنه : تاسې ته چا اسلام معرفي کړ ؟
ځواب : زما له اسلام سره د اول ځل د پاره اشنايي دا وه چې کله مې دوه مسلمان ړانده ماشومان وليدل زه د نابينايانو سره د کومک کولو د يوې ټولنې لخوا استخدام شوم تر څو هغوی ته درس ورکړم .
پوښتنه : څه شی ددې سبب شول چې تاسې د اسلام طرف ته متوجه کړئ ؟
يا الله ته بشكه چي ته هادي يي او ته هدايت كونكي يي ماشاالله