پوښتنه : ښځه د جنابت په حالت کې خپل زوی ته تۍ ورکولای شي ؟
الجـواب باسم ملهم الجواب
هو تۍ ورکولای شي ځکه د جنابت په حالت کې پنځه شيان حرام دی او شيدی (تۍ ) ورکول له هغی څخه نه دی .
و فی مراقی الفلاح مع حاشیته للطحطاری :
« و یحرم بالجنابة خمسة اشیاء، الصلوه للأمر بالطهارة فی الآیة، و قراءة آیة من القرآن لنهیه عنه صلي الله عليه و سلم و مسهـا الا بغلاف للنهی عنه بالنص، و دخول مسجد و الطواف للنص المتقدم».(طحطاوي علي المراقي:2/117. كذا في احسن الفتاوي:2/36و خير الفتاوي:2/87)
و الله اعلم بالصواب
فتاوی دارالعلوم زاهدان اهل سنت (حنفی )
اسلام علیکم ورحمت الله وربرکاته که په لمانځه کی په چاباندی سجده سهوه واوړی اونومړی سجده سهوه ورڅخه هیره شی درکعت په آخری برخه یعنی په الهمه الربناکی کولی شی چه یو طرف ته سلام واړی اوورسته سجده سهوه وکړیاوکه دلته هم روڅخه هیره شی نوبیابه دوهم ځل لمانځه کی کیدایشی چه سجده سهوه وکړ ی پدی اړه که مونږ ته معلومات راکړی
په درنښت محب الله عابد
————————————–
مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/3017