د اسلامي نظام د مشرانو لومړی مسئوليت د لمانځه قيام دی

الله سبحانه تعالی فرمايي:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ (سوره الحج:۴۱).

ژباړه: هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى.

پس د اسلامي نظام د مشرانو او چارواکو لومړی مسئوليت د لمانځه قيام دی.

نو بايد په ټولو وزارتونو، رياستونو، ولايتونو او نورو کار ځايونو کې د لمانځه قيام ته توجه وشي .

د جماعت د حکم په اړه مو مخکې مطلب خپور کړ چې د جماعت لمونځ د مذاهبو د جمهورو فقهاوو په نزد واجب دی او زمونږ د مذهب راحج قول همدا دی .

جاء في ردالمحتار :

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱) .

يعنې : د احنافو په مذهب کې راجح قول دا دی چې د جماعت لمونځ واجب دی ، سنت مؤکد په حکم د واجب دی لکه په البحر چې بيان شوی دی تارک يې فاسق او ګناهکار دی

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپلو امراوو او واليانو ته په يو فرمان کې داسې ليکلي :

 : «إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع » (رواه مالک في الموطاء)، و اضافه في رواية ابن قيم رحمه الله : ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد.

ژباړه : تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email