ملي ارزښتونو پر اسلامي ارزښتونو لوړ ګڼل د اسلام دوښمنو دسيسه ده

په شام کې د صليبي جګړو پر مهال د انګليس مأمور «لورانس» داسې وايي: مونږ به هغه وخت خپلو موخو ته ورسيږو چې کله ملي ارزښتونه پر اسلامي ارزښتونو لوړ، قوميت پر ديندارۍ غالب شي او وطني عقيده پر ديني عقيدې باندې غالبه شي (أساليب الغزوه الفکري/ استاد دوکتور علي جريشه).

نن اوريدل کيږي چې ځنې ځوانان په ډير حساس وخت او حساسو شرايطو کې د ملي بيرغ خبرې کوي، حال دا چې دلته تر پرون پورې د پنځوسو بيلا بيلو هيوادونو د واکدارۍ بيرغونه وو، آیا تاسې کومه ورځ د هغو پر وړاندې کوم غږ پورته کړی دی.

په هيواد کې د صليبي ماتې وروسته او په داسې حساس وخت کې د ملي بيرغ څخه دفاع اصلاً د سپين بيرغ پر وړاندې دريدل دي، بيرغ اصلاً د وخت د حکومت نښه ده، کله چې حکومت بدليږي طبعاً به بيرغ هم بدليږي چې دا د سياسيونو کار او صلاحيت دی پر افرادو پورې اړه نه لري.

آیا تاسې دا ۲۰ کاله د ظلم، فحشاء او فساد پر وړاندې کوم غږ پورته کړی دی ؟

او يا تاسې دا ۲۰ کاله د صليبي يرغلګرو د کوم بيرغ پر وړاندې حساسيت ښودلی دی ؟

نو چې تاسې د اسلامي شعايرو د پيمال پر مهال هيڅ احساس نه دی کړی نن ولی په داسې شي باندې په هيواد کې اختلافاتو ته لمن وهئ چې هيڅ شرعي اصل نه لري.

و بالله توفيق

قافله دعوت الی الله

Print Friendly, PDF & Email