د خويندو احکام (۱۶)، په مسلمانو خويندو باندې دعوت فرض دی

ځينې مسلمانې خويندې دا فکر کوي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده او مسئوليت يوازې د نارينه دی، خو داسې بالکل نه ده بلکي دا مسئوليت د امت هر کس ته د خپل وس او مسئوليت موافق که نارينه وي يا ښځينه متوجه دی، فقط دومره خبره ده چې په دې کار کې د ښځې په نسبت سره د نارينه د مسئوليت دائره پراخه ده ، لکن مسلمانه بې بې د ښځو په مجالسو او محافلو کې ، د خپلوانو، کورنۍ او اولادونو پر وړاندې پوره مسئوليت لري .

په دليل د دغه حديث شريف : كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ  (هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .

دا حکم د اسلامي امت ټولو کسانو ته که نارينه دي او که ښځې علماء دي او که عوام متوجه دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا…»[1].

يعنې : ښځه د خاوند په کور کې شپونکۍ ده هغه د خپل لاس لاندې کسان په باره کې مسئوله ده .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( په ښو کارونو باندې امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول ) د صالحو نارينه او ښځينه مؤمنانو ستره دنده او مسئوليت دی،الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ][2] .

ژباړه : {او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي ، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى}.

امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مؤمنانو له مهمو صفاتو څخه ستر صفت بلل کيږي چې د همدې صفت په وجه له منافقانو څخه جلا کيږي} .

او فرمايي :[الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ][3] .

 ژباړه : منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه دي هغوی د بدۍ په لور بلنه او له نيکۍ نه منع کوي ، خپل لاسونه له نېکيو نه تړي الله يې هير کړ نو الله هم هغوی هير کړل په رښتيا چې همدا منافقان فاسقان دي .

 مسلمانې خورې !

د اسلام قدردانې مورې !

ته هم سر له نن څخه دغه ستر مسئوليت ته چې د پيغمبرانو عليهم السلام دنده ده متوجه شه، که الله تعالی د ستا په لاس باندې يوازې يوې ښځې ته او خپل اولاد ته دې هدايت وکړي هغه د ستا د پاره تر هر څه غوره دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.[4].

ژباړه : که الله ستا د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستا دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی .

له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَن دَعا إلى هُدًى، كانَ لهُ مِنَ الأجر مِثلُ أُجورِ مَن تَبِعهُ، لا ينقُصُ ذلك مِن أجُورِهم شيئا»[5]  .

ژباړه: کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

مسلمانې خورې !

د پورته شرعي نصوصو څخه څرګنده شوه چې دعوت الی الله د نارينه او ښځې مسئوليت دی په خاصه توګه د اولاد اسلامي او اخلاقي تربيه او په خاص توګه کله چې د ښځې خاوند غايب وي .

 که ښځه غواړي خلکو ته دين ورسوي نو هغه دې يو داعي زوی وروزي .

نن زمونږ د ټولنې د فساد يو وجه همدا ده چې د خپلو اولادو اسلامي تربیې او روزنې ته مو پام نه دی شوی، کچيرې د کور اهل اصلاح شي کوچه، کلی او بلاخره ټولنه به خامخا اصلاح وي .

 مسلمانې خورې! نن څو ورځې له خپل اولاد سره تکليف او زحمت تير کړه، هغوی له بدو کارونو څخه په کلکه منع او ښو کارونو ته يې تشويق کړه، جومات ته يې د قرآن او د دين د زده کړي د پاره وليږه، اسلامي تربيه ور وښيه، د اطاعاتو په حصه کې يې کلک وڅاره، کوچه کشتۍ ، د فاسدو خلکو له ملګرۍ، د فلمونو، سريالونو څخه يې وژغره، د څو ورځو د تکليف په وجه به ټول عمر آرامه سرلوړې او په دنيا او آخرت کې ور باندې خوشحاله او افتخار کوونکې وې .

او که نن ورځ دې غفلت او سستي وکړه چې زما د سر څخه چپ وي، زه آرام ومه، ولو که په کوڅو کې ګرځي، ولو که ګيم  او قمار وکړي ولو که سريال او فلم ته کينې ولو که جومات ته نه ځي ولو که د دين څخه بالکل ناخبره وي خو چې زما د سر نه چپ وي او زه آرامه وم او ماته شور او غالمغال ونه کړي، نو پوه شه چې دا د څو ورځو غفلت او سستي به ستا لپاره د ټول عمر غم وګرځي .

يو دا چې د الله تعالی پر وړاندې به مسئوله وې او بل دا چې د اولاد څخه به دې داسې لنډغر جوړ شي چې والدين او کور خو څه کوې چې د ټولې کوڅې، ټول کلې او ولس د پاره به غم او تکليف وي .

قدرمنې او غزتمندې مورې !

مور په انسانو کې د تخم حيثيت لري که تخم سالم وي نباتات به هم سالم وي او که تخم خراب شو نباتات او د هغه حاصلات به ټول خراب شي، د ټولنې ټول کسان په لومړې دور کې د مور د زانګو له مدرسې څخه فارغ شوي دي، که دا مدرسه سالمه شوه ټولنه به خامخا سالمه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري :۸۵۳ .

[2] – سوره التوبه :۷۱ .

[3] – سوره التوبه : ۶۷ .

[4] – الطبراني :۹۲۵ .

[5] – رواه مسلم :۲۶۷۴ .

Print Friendly, PDF & Email