د خويندو احکام (۱۴)، په اسلام کې د ښځو تعليم

   اسلام لومړی دين دی چې د ښځو د تعليم آساس او بنسټ يې کېښود، کله چې اسلام مينځ ته راغی په نارينوو کې د ګوتو په شمير تعليم واله کسان موجود وو چې وروسته په اسلام کې تعليم ته ډيره زياته توجه وشوه، د اسلام نه مخکې په ښځو کې تعليم نه وو، د لومړی ځل لپاره په اسلام کې د ښځو د تعليم بنسټ بناء شو او د ښځو تعليم او روزنې ته زياته توجه وشوه، په دور نبوت کې په لسګونو تعليم واله ښځې موجودې وي چې هغوی د دين په نشر کې پوره ونده او برخه اخستې ده، ددې ښځو له جملې څخه يوه ام المؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها وه هغې ته الله تعالی داسې اوچت علم او فهم ورکړی وو چې ډيرو صحابه کرامو د هغې په نظر فتواوې ورکولې.

خويندو او لورګانو ته د تعليم ورکولو اهميت :

اسلام د لورګانو او خويندو په تربيت او تعليم باندې ډير اهتمام کړی دی ځکه چې سبا ورځ مور ګرځي او مور د ټولنې ستنه او د نسلونو د تربيت لومړۍ مدرسه ده.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«من رُزق بناتٍ أو أَخَواتٍ فأحسن إليهِنَّ کُنَّ له سِتراً من النار»[1] .

ژباړه: ژباړه: چا ته چې الله تعالی دوې لورګانې او يا دوې خويندې ورکړې وي او له هغوی سره نيک چلند او د هغوی ديني ترتيبت وکړي هغه لره به د دوزخ له اور څخه پرده وګرځي.

په نورو احاديثو کې د نيک او ښه سلوک بيان داسې شوی : دا چې د نارينه او ښځينه اولاد تر منځ فرق و نه کړي، نيکه اسلامي تربيه ورکړي او د اسلامي شريعت ضروري علم ور زده کړي، د واده کيدو تر وخته پورې د هغوی سره ښه چلن وکړي نو د داسې کس لپاره به لوڼې او خويندې د دوزخ څخه د نجات وسيله ورته وګرځي.

د « طلب العلم فريضة ….» مطلب کوم علم دی ؟

په اسلامي شريعت کې د نارينه او ښځو د پاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ ».

يعنې: د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه) فرض دی.

د پورته حديث څخه د شريعت ضروري علم مراد دی لکه: د خپل رب سبحانه و تعالی پيژندل او د خپل نبي محمد صلی الله عليه وسلم پيژندل او د طهارت،لمانځه، روژې، زکات او حج احکامو،اسلامي حجاب،ضروري معاملات، اسلامي اخلاق او آداب او د ګناهونو او حرامو پېژندل او داسې نور.

الموسوعة الفقهية ليکي:

په مور او پلار لازمه ده چې خپل اولاد (هلکانو او نجونو) ته د شريعت ضروري احکام ور زده کړي لکه:طهارت، لمونځ، روژه او نور او همدارنګه د حرامو شيانو زده کړه لکه: د زنا، لواطت، غلا، شراب، غيبت، بهتان او نور زده کړه ورباندې واجبه ده.

جاء فی الموسوعة الفقهية:

على الآباء والأمّهات تعليم أولادهم الصّغار الطّهارة والصّلاة والصّوم ونحوها، وتعليمهم تحريم الزّنى واللّواط والسَّرِقة، وشرب المُسكر والكِذب والغيبة وشبهها، وأنّهم بالبلوغ يدخلون في التّكليف.

او د غير شرعي علوم څخه کوم چې ضرورت دی لکه: د طب د نسايي او ولادي څانګه ځکه چې د سړي د پاره د ښځې ستر ليدل جايز نه دي مګر د سخت ضرورت په وخت، مګر دا علم معاصر فقهاء فرض کفايي بولي، په شرط ددې چې د هلکانو او نجونو تر مينځ اختلاط او کډون نه وي د حجاب مراعات وي.

جاء فی الموسوعة الفقهية:

ومن العلوم غير الشّرعيّة ما يعتبر ضرورةً بالنّسبة للأنثى كطبّ النّساء حتّى لا يطّلع الرّجال على عورات النّساء. جاء في الفتاوى الهنديّة: امرأة أصابتها قرحة في موضعٍ لا يحلّ للرّجل أن ينظر إليه، لا يحلّ أن ينظر إليها، لكن يعلّم امرأةً تداويها، فإن لم يجدوا امرأةً تداويها ولا امرأةً تتعلّم ذلك إذا علّمت، وخيف عليها البلاء أو الوجع أو الهلاك فإنّه يستر منها كلّ شيءٍ إلاّ موضع تلك القرحة، ثمّ يداويها الرّجل، ويغضّ بصره ما استطاع إلاّ عن ذلك الموضع.

په اسلام کې د ښځو د تعليم شرایط او ضوابط :

غوره دا ده چې ښځو ته ښځينه معلمه په يو کامل ښځينه او با حجابه چاپيریال کې درس ورکړي که ښځينه معلمه نه وي نو د نارينه د پاره د لاندې شرايطو په صورت کې ښځو ته تعليم ورکول جايز دي:

۱- په جومات، کور يا مدارسو کې د نارينه او ښځو تر مينځ يو ځای درس ويل يا اختلاط حرام دی

امام بخاري رحمه الله د ښځو د تعليم په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا حديث نقل کړی دی: عن أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه – قالتِ النِّسَاءُ للنبيِّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ: «غَلَبَنَا عَلَيْكَ الرِّجَالُ، فَاجْعَلْ لَنَا يَوْمًا مِن نَفْسِكَ، فَوَعَدَهُنَّ يَوْمًا لَقِيَهُنَّ فِيهِ، فَوَعَظَهُنَّ وأَمَرَهُنَّ، فَكانَ فِيما قَالَ لهنَّ: ما مِنْكُنَّ امْرَأَةٌ تُقَدِّمُ ثَلَاثَةً مِن ولَدِهَا، إلَّا كانَ لَهَا حِجَابًا مِنَ النَّارِ فَقالتِ امْرَأَةٌ: واثْنَتَيْنِ؟ فَقَالَ: واثْنَتَيْنِ »[2] (البخاري)

(ابو سعيد الخدري وايي: ښځو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: سړي ستا سره مصروف دي (د مونږ د پاره) باقي وخت نه دی پاتې. مونږ د پاره داسې وخت او موقع وټاکه تر څو ستا په حضور کې حاضرې شو. رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی د پاره يوه ورځ تعين کړه او په هغې (ورځ يې) هغوی ته وعظ و فرمايلو).

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (۱۲/۱۵۶):

الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك.

يعنې : د نارينه او ښځو تر مينځ په مدارسو او نور کې اختلاط او کډون د  دين او دنيا د پاره عظيم منکر او ستر فساد دی ، د ښځې د پاره جايز نه ده چې په داسې ځای کې درس ووايي چې هلته نارينه او ښځې سره کډ وي ، او د هغې د سرپرست د پاره جايز نده چې هغې ته اجازه ورکړي .

۲- نارينه معلم که ملاصاحب وي، قاري صاحب وي، معلم صاحب وي، په کور کې وي يا جومات کې بالغو ښځو ته به د پردې تر شا درس ورکوي او کوچنې ماشومان او نجونو ته مستقيماً باک نه لري ځکه چې د فتنه ويره نشته.

لقوله تعالی: [وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ][3].

ژباړه: که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ.

له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: « احْتَجِبَا مِنْهُ » (له هغه څخه ستر وکړﺉ )، ومو ويل: ای رسول الله:آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويني او نه مو هم پيژني؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ؟ » ( آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ؟)[4].

عائشه رضی الله عنها وايي : « كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ »[5].

ژباړه:عايشه رضی الله عنها وايي: مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيرېدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو.

نو ثابته شوه چې د نامحرمو څخه د مخ پټول په حجاب کې شامل دي، د حجاب حکم او د نامحرم حکم عام دی، په پير، حضرت، ملا، قاري، معلم پورې اړه نه لري.

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (۱۲/۱۵۶):

لا حرج في تعليم الرجل الَمرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات، ولا المعلم والمتعلمات.

يعنې : په دې کې څه حرج نشته چې نارينه معلم د پردې تر شا خاص د ښځو په مدارسو کې درس ورکړي ، داسې چې د نارينه او ښځينه زده کوونکو تر مينځ اختلاط (کډون) نه وي او نه به هم د معلم او متعلمينو تر مينځ اختلاط وي .

ځنې نور مصلحتونه هم علماء کرامو ذکر کړی دي لکه:

۳- د امکان په صورت کې به نارينه معلم د لوړ سن لرونکي وي، واده شوی او تقوا داره سړی به وي.

۴- د درس ورکولو په جريان کې به د ضرورت په اندازه خبرې کوي.

۵- په خبرو کولو کې به نرمې نه وي (خبرې به په مينه ناکه او جذابه لهجه) نه وي. (و الله سبحانه وتعالی اعلم)

آن لاین اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – حديث متفق عليه .

[2] – رواه البخاري.

[3] – سوره الاحزاب :۵۴.

[4] – أحمد (۶/۲۹۶)، و أبو داود (۴۱۱۲)، و الترمذي (۲۷۷۸)، و النسائی فی «الکبری»(۹۲۴۱)، و ابن حبان في «صحیحه»(۵۵۷۵).

[5] –  رواه ابوداود: ۱۸۳۳ و ابن الماجه: ۲۹۳۵ و صحيحه ابن خزيمة: ۲۰۳/۴.

Print Friendly, PDF & Email