دوهم بحث،د مخ او لاسونو زينت او سينګار :

اول – د رنګه عينکو استعمال :

د سترګو د علاج پرته د زينت لپاره د رنګه عينکو استعمال په هغه صورت کې جايز دی چې سترګو ته ضرر نه وي، د فريب او توکې لپاره نه وي او د بيګانه خلکو لپاره نه وي[1].

دوهم: د پوډرو، رنګونو او کريمو استعمال:

د زينت او سينګار لپاره د پوډر، رنګ او کريم استعمال په هغه صورت کې جايز دی چې پوستکي ته ضرر و نه لري ځکه په زينت کې اصل اباحت دی، خو ډاکتران دا توصيه کوي چې د دغو پوډرو، رنګونو او کريمو زيات او دوامداره استعمال د مخ په تازه والی باندې تأثير کوي او د وخت څخه مخکې د ګونځو سبب ګرځي.

د شونډو سره کولو په اړه معاصر فقهاء وايي چې کچيرې بيګانه خلکو ته ښکاره نشي او نجس شی پکې نه وي لکه د خنځير اجزاء او د پوستکي لپاره ضرر و نه لري نو باک نه لري ځکه په اړه يې د منع شرعې دليل نه دی راغلی، مګر زمونږ د ټولنې په عرف کې ښه نه بلل کيږي او د يوې مسلمانې خور سره نه ښايي چې خپله طبيعي ښکلا په مصنوعي ښکلا بدله کړې نو د دغه رنګ څخه پرهيز کول غوره دي.

فاذا کان لا تظهر به أمام الأجانب ولا يحتوي علی مواد نجسة کمشتقات الخنزير، و لم يکن ضاراً بالجلد فيجوز استعماله و خصوصاً للتَجَمُل للزوج.[2]

دريم: په غاښونو کې د فاصلې جوړول :

د کوم عيب او ضرورت پرته د غاښونو سيده کول او د غاښونو تر منځ فاصلې جوړول حرام دي: «لعنَ اللَّه الْواشِماتِ ….، َالمُتَفَلِّجَاتِ لِلحُسْن، المُغَيِّراتِ خَلْقِ اللَّه»[3] .

څلورم: د خالونو او رسمونو جوړول:

د ستن او نکريزو په وسيله په مخ، لاسونو او نورو اندامونو باندې د خال او رسمونو جوړول چې اثر يې نه ځي حرام دي … رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ…»[4]

پنځم: د نوکانو رنګ:

د نوکانو رنګ (رنګ ناخن) چې په عربي کې ورته «طلاء الأظافر» وايي له ځانه حجم لري او نوکانو ته د اوبو رسيدو څخه مخنيوی کوي چې له دغه رنګ سره اودس او غسل نه صحي کيږي …

فتاوي عالمګيري ليکي: اولزق باصل ظفر طيس يابس او رطب لم يجز.

يعنې: کچېرې په اصل نوک پورې وچه يا لنده خټه موښتې وي نو پر هغه باندې صرف د اوبو تېرېدل کافي نه دي.[5]

او همدارنګه د نوکانو سره د نورو مصنوعي نوکاتو وصلول جواز نه لري …. په دې اړه بيان په ناوړه عاداتو کې تير شوی دی.

شپږم: د نکريزو او رنجو استعمال :

د ښځې د پاره په نکريزو باندې د لاسونو او پښو رنګول جايز دي په دليل د دغه حديث شريف: له عائشه رضي الله عنها نه روايت دی چه: «أومت امرأة من وراء ستر بيدها كتاب إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقبض النبي -صلى الله عليه وسلم- يده، فقال: ما أدري أيد رجل أم يد امرأة قالت: بل امرأة، قال: لو كنت امرأة لغيّرت أظفارها، يعني بالحناء» [6].

ژباړه: يوې ښځې د پردې د شا نه پخپل لاس سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ليک ورکړ،آنحضرت صلی الله عليه وسلم خپل لاس مبارک بيرته کړ او ويې فرمايل: زه نه پوهيږم چه آيا دغه لاس د نر دی او که د ښځې،ښځې وويل: د ښځې لاس دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وفرمايل: که چېرې د ښځې لاس وي نو خپل نوکان به يې په حنا (نکريزو) رنګ کړی وای.

او همدانګه د زينت لپاره د رنجو استعمال جایز دی.

د ښځو لپاره په لاندې صورتونو کې د رنجو استعمال مستحب دی:

۱- کله چې د حداد ( د خاوند د وفات عدت) پوره شي.

۲- کله چې احرام څخه فارغه شي.

۳- کله چې د هغې سترګې درد کوي، کله أم سلمه رضی الله عنها چې د سترګو څخه د شکايت په وخت کې د رنجو د استعمال اجازت غوښتلی وو.

۴- د خاوند ته د سنګار لپاره.

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – مرکز الفتاوی الاسلام ويب رقم الفتاوی:۹۹۵۵۲، الاسلام سوال جواب – الزينة:۹۲۶.

[2] – فتاوی الاسلام سوال جواب.

[3] – حديث متفق عليه .

[4] – رواه بخاري.

[5] – فقه حنفي ابوالمختار: ص ۴۷۷.

[6] – رواه أبوداود والنسائي.

Print Friendly, PDF & Email