د خويندو احکام (۱۲)، اسلامي حجاب

اسلامي حجاب پر مسلمانه ښځه باندې د الله تعالی له طرفه فرض کړ شوی دی، چې لوی عبادت دی، اسلامي حجاب د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله عليه وسلم د حکم پر ځای کول دي،

او هر چا چې د الله تعالی او د هغه د پيغمبر حکم پر ځای کړ نو هغه لره په دنیا او آخرت کې نيکمرغي او لويه کاميابي ده .

الله پاک فرمايي: [وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ][1] .

ژباړه: او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي.

او فرمايي: [الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ][2] .

ژباړه: {هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى (د دوی لپاره په دنيا کې پاک او د عزت ژوند دی) او ښه استوګنځاى دى (په آخرت کې د دوی لپاره جنت دی)}.

خو دې ته مو بايد پام وي چې د هر عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي، اخلاص لله او اتباع رسول الله ….

اخلاص لله،يعنې د حجاب په اغوستلو کې به يې نيت د اسلامي شريعت د حکم پر ځای کول او د الله پاک د رضا حاصول وي.

اتباع رسول الله، يعنی دا چې حجاب به د اسلامي شريعت موافق وي.

او د حجاب حکمت دا دی چې حجاب د مسلمانې ښځې د ايماندارۍ نښه او شعار دی او د حيا، عزت،اکرام او پاکدامنۍ يو کلک ديوال دی چې مسلمانه ښځه د فاسقانو او په زړه ناروغ خلکو له اذيت او ضرر څخه په امن وي.

۱–  د ټول بدن پټولو حجاب

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ج ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ ق وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا][3] .

ژباړه: {ای پيغمبره!  ووايه ته خپلو ښځو، لوڼو، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيژندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذيت رسولو به په امن وي) او الله ښه بخښونکی مهربان دی}.

تفسير ابن کثير د دغه آيت شريف په تفسير کې د رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه قول نقلوي ليکي:

عن ابن عباس: أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب، ويبدين عينًا واحدة.

يعنې : الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا حکم وکړ چې: کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځئ نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړئ.

او د مخ پټول په حجاب کې شامل دي.

عايشه رضی الله عنها وايي: « كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مُحْرِمَاتٌ فَإِذَا حَاذَوْا بِنَا سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَى وَجْهِهَا فَإِذَا جَاوَزُونَا كَشَفْنَاهُ »[4].

 ژباړه: مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيرېدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو.

د ابوبکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي: « كُنَّا نُغَطِّيَ وُجُوهَنَا مِنَ الرِّجَالِ …»[5]

 ژباړه: مونږ به له (بيګانه) خلکو څخه مخ پټولو.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په طواف کې مخ مه پټوي او دستان له لاسونو لرې کړئ حديث شريف داسې دی: « لا تَنْتقِبِ المرأةُ المحرِمَةُ، ولا تَلبَسِ القُفَّازَينِ »[6].

نوکه د مخ پټول نه وای ددي حکم وضاحت ته څه ضرورت ؤ؟

نو ثابته شوه چې د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه چې د مخ لوڅول د بيګانه خلکو په مخ کې د فتنې سبب جوړيږي د ويښتانو په لوڅولو کې دومره فتنه نشته لکه د مخ په لوڅولو کې ځکه چې د ښايست اصلي ځای مخ دی .

۲– د نظر حجاب (د نامحرمو څخه د سترګو حجاب)

سړي به له بيګانه ښځو خپل نظر ساتي او ښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي، لقوله سبحانه وتعالی:

[وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ][7].

ژباړه: او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې: خپلې سترګې ټيټې (د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي).

او په دې اړه د ام سلمه رضی الله عنها مشهور روايت دی چې هغه فرمايي:

زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله:آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويني او نه مو هم پيژني؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ؟ »[8] آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ؟ .

 ۳- د پښو حجاب

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ][9].

ژباړه: او پښې دې په زوره نه ږدي تر څو يې پټ کړی ښايست ښکاره شي .

۴- له نامحرم سره د ضرورت په وخت کې د خبرو حجاب

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[… فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا][10].

ژباړه: {په ويلو کې نرمي مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته به تمه پيدا شي او سمې روغې خبرې کوئ (ځيږې)}.

يعنې: که د حاجت په وخت کې تاسې له نامحرمو سره په نرمه، خندرويه او جذابه لهجه خبرې وکړئ د بد کارو او فاسقو په زړه کې به دا تمه پيدا شي چې کواکې هغه زما سره د مينې او علاقې اظهار کوي نو په دې وجه د نامحرمو سره په نرمۍ او جذابه، خندرويه لهجه خبرې مه کوئ.

د حجاب شرطونه

۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړی

مسلمانو ښځو ته الله (جل جلا له) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ) جلباب همغه درازه جامه ده چه ټول بدن پټوي. نتيجه دا شوه چه شرعي حجاب بايد ټول بدن پټ کړي، او دا لوی ټکری يا چادر به د قميس له پاسه اچوي، داسې نه چې د حجاب د چپنې يا لوی قميس له پاسه يو وړوکۍ ټکری وي چې سينه او نور بدن نه پټوي بلکي د قميس له پاسه به چادري، يا لوی چادر چې مخ هم ورباندې پټ وي اغوندي.

۲- حجاب بايد نازک نه وي

د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چې هغه بدن پټ نشی کړای تر پردې لاندې ويښتان، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای.

۳- حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړي

د حجاب هدف دا دی چه د ښځی زينت او ښايست پټ کړي نو داسې پرده يا حجاب چې هغه د ښځی زينت ته خلک متوجې او جلبوي حجاب نه بلل کيږی، د قرآنکريم حکم دی (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي، په نن عصر کې ګلداره حجاب چې ډول ډول نقشونه ورباندې شوي وي د اسلامي حجاب موافق نه دی بلکي د اسلامي حجاب خلاف يو فيشن دی.

۴- حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي

ترڅو د بدن لوړې، تيټی برخي او د فتنې ځايونه ښکاره نشي، مخکې مو وويل چې د (کاسيات عاريات) ښځو په اړه سخت وعيد راغلی دی، هغه ښځې د جامو با وجود برپنډې وي يعنې تنګې او نری جامې اغوندې د بدن ستر يې نه ورباندې پټيږي .

۵- د ښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړليې

چې په نامحرمو يې بوی ولګي تر څو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دي او ددې عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ راغلي دي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده (رواه ابوداود).

۶- د ښځی جامی بايد د نر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لري

ځکه چه په جامه کې د ښځی مشابهت له نر سره او د نر مشابهت له ښځی سره حرام دی.

 «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ»[11].

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم  په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه د ښځو په شان جامې اغوندي او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندي.

حجاب په څو کلنۍ کی فرض دی ؟

کله چې ښځه بلوغ ته ورسيږي حجاب ورباندې فرض دی، مګر د بلوغ څخه مخکې حجاب کول مستحب او د فتنې څخه امن دی، والدين به خپلې لور ته د حجاب په اغوستلو امر کوي تر څو ورباندې عادت شي چې علماؤ دغه سن د لمانځه په قياس سره لس کاله ښودلی دی او د بې بې عايشې رضی الله عنها قول دا دی چې کله نجلۍ ۹ کلنه شوه حجاب به اغوندې .

جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

إذا بلغت البنت : وجب عليها أن تلبس ما يستر عورتها ، ومنها : الوجه ، والرأس ، والكفان ، سواء كانت تلميذة أم لا ، وعلى ولي أمرها أن يلزمها بذلك لو كرهت ، وينبغي له أن يمرنها على ذلك قبل البلوغ حتى تتعوده ، ويكون من السهل عليها الامتثال.[12].

د بلوغ علايم په لاندې ډول دي :

۱-  د نارينه او ښځينه د پاره احتلام کيدل ( په خوب کې په شهوت سره انزال ) .

۲-  د شرمګا د ويښانو شنه کېدل.

۳-  په ښځو کې د حيض  ښکاره کيدل.

د بلوغ سن :

د بلوغ په سن کې د فقهاؤ کرامو تر مينځ اختلاف نظر دی .

صاحبينو امام يوسف او امام محمد، امام شافعی او امام احمد په نزد د بلوغ سن پنځلس کاله دی او د امام ابوحنيفه په نزد د هلک (۱۸) کاله او نجلۍ ۱۷ کاله دی .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره النور :۵۲ .

[2] – سوره الرعد:۲۹ .

[3] – سوره الاحزاب:۵۹.

[4] – رواه ابوداود: ۱۸۳۳، ابن الماجه: ۲۹۳۵، صحيحه ابن خزيمة: ۲۰۳/۴.

[5] –  رواه ابن خزيمة: ۲۰۳/۴ و حاکم: ۶۲۴/۱ و صحيحه ووافقه الذهبي و صححه الالباني.

[6] – رواه البخاري.

[7] – سوره النور :۳۱.

[8] – أحمد: (۶/۲۹۶)، و أبو داود (۴۱۱۲)، و الترمذي (۲۷۷۸)، و النسائی فی «الکبری»(۹۲۴۱)، و ابن حبان في «صحیحه»(۵۵۷۵).

[9] – سوره النور:۳۱ .

[10] – سوره الاحزاب:۳۲.

[11] – رواه ابؤداود.

[12] – فتاوى اللجنة الدائمة ” ( ۱۷ / ۲۱۹ , ۲۲۰ ) .

Print Friendly, PDF & Email