د خويندو احکام (۱۱)،د حيض او نفاس مختصر احکام

د حيض تعريف : حيض په لغت کې بهېدلو يا جريان ته وايي او په شرعي اصطلاح کې حيض عبارت له هغه وينې څخه دی چې د ښځې د رحم د داخل نه په ټاکلي وخت کې پرته له هيڅ ډول ناروغۍ او تکليف رسېدلو څخه په طبعي ډول بهېږي . دغه وينه الله پاک د بني آدم په ذات او صفت کې د ښځينه وو لپاره ايښي ده. د غه وينه الله پاک د ښځې په رحم کې پيدا کړي ده تر څو د حاملګۍ په دوره کې د بچې لپاره غذا وي او وروسته د نوي ماشوم له زيږيدنې نه په شيدو باندې بدلېږي. نو کله چې ښځه نه حامله وي او نه شيدې ورکونکې نو دغه وينه پرته له مصرفه پاتې کيږي نو په همدې علت سره په ټاکلو وختونو کې له بدن څخه خاريجېږي چې حيض او يا مياشتنی عادت بلل کيږي .

د حيض عمر : هغه عمر دی چې ښځې ته په هغه کې مياشتنۍ عادت پيدا کيږي چې له بلوغ څخه شروع تر پنځوس کلنۍ پورې دوام کوي .

د حيض موده : د حيض موده کمه دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (د حيض پشان مرض دی چې حکم يې داسې دی لکه : د وينې ، باد او ميتيارو جاريوالی ، يعنې اوس په اوداسه به کوي او لمونځ به ادا کوي) .

نفاس ( د ولادت دوره )

د نفاس تعريف : نفاس عبارت له هغه وينې څخه دی چې له رحم څخه د بچي د زږېدلو يا تولد وروسته خارېجيږي . دغه وينه په اصل کې هغه وينه ده چې د حمل نيولو په وخت کې د ښځې په رِحم کې پاتې شوي ده . کله چې ښځه زېږون وکړي دغه پاتې شوې وينه يې په تدريج سره له رِحم څخه بهيږي . همدا شان هغه وينه چې مخکې له زيږون او د زيږون د نښانو په شروع کېدو سره له ښځې څخه خاريجيږي نو همدغه د نفاس او يا د ولادت د وينې په نامه باندې ياديږي .

فقهاوو ددې وخت مخکې له ولادت څخه دوې او يا دري ورځې مقيد کړی دی غالباً د ولادت د درد په شروع سره شروع کيږي .

د نفاس موده : د فقهاؤ په اتفاق د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې حد يې معلوم نه دی د ښځې په عادت پورې اړه لري .

مسئله : که په حيض او يا نفاس کې د ښځې عادت ګډوډ شي نو د ګډوډۍ او بې نظمۍ ټولي ورځي حيض يا نفاس حسابيږي ، داسې چې دوې ورځې وينه راځي بيا دوې يا دری ورځې پاکه وي او بيا وينه راشي نو دا ټولي ورځې حيض او يا نفاس دی.[1]

مسئله : کچيرې حيض له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زيات شي او يا نفاس له ۴۰ ورځو زيات شي استحاضه بلل کيږي، استحاضه د مياشتني عادت او يا زيږنتون د وينو راتللو په شان ناروغي ده چې د معذور حکم لري د هر وخت د لمانځه لپاره به جلا اودس کوي، لمونځ به ادا کوي او روژه به نيسي او کورواله کول جايز دي.

د حيض او نفاس احکام :

د حاﺋــضي احکام :

۱-  کورواله يا جماع کول : د حیض او نفاس په دوران کې ښځې سره کورواله يا جماع کول حرام دي .

الله جل جلا له  فرمايي : [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ][2] .

ژباړه: پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده صلی الله عليه وسلم! ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لرې اوسئ ترڅو چه پاکې نشي مه ورنږېدې کيږئ ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شئ.

نور نو يوځای ورسره آرام کول، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت په دوران چې له ښځې څخه به د حيض او ولادت په دوران کې کرکه کيدله .

بلکي هغې ته به د اکرام او عزت په سترګه کتل کيږي ځکه چې د يوه بشر د زږيدو د پاره يې مرګونې قربانۍ ورکړی دي .

۲- : حاﺋـضه او نفاسه ښځه بايد د مياشتني عادت او زيږتون په دوره کې لمونځ او روژه ترک کړي . د دغو عبادتونو تر سره کول ورته حرام دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي «أليس إذا حاضت المرأة لم تصل ولم تصم »[3] متفق عليه .

 يعنې :د حيض په موده کې د لمونځ او روژې ادا کول نشته .

د لمانځه قضايي نشته او یوازې به د روژې قضايي ادا کوي.

۳ ـ د حايضي او نفاسې ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي.[4] .

۴- د حيض او نفاس له پاکيدو وروسته د غسل کول ورباندې واجب دي.

په حيض او نفاس کې ځنې خپرې شوې خطاوې :

۱- اسلامي شریعت د حيض کمه موده دری ورځې او زياته موده لس ورځې ټاکلې ده، چې دا موده د هرې ښځې په عادت پورې اړه لري ځنې په دريو ورځو، ځنې پنځو ورځو او ځنې په اوو او يا لسو ورځو کې پاکيږي نو کله چې پاک شي غسل به ادا کړي او لمونځ به پيل کړي مګر ځنې خويندې مخکې پاکې شوې وي خو دوی د د لسو ورځو د پوره کيدو انتظار کوي همداسې په نفاس کې ځنې خويندې په ۲۵ ورځو ځنې په ۳۰ ورځو کې پاکيږي خو دوی د ۴۰ ورځو د پوره کيدو انتظار کوي .

۲- ځنې خويندې داسې ګمان کوي چې د حيض او نفاس په دوره کې به هيڅ قسم عبادت نه تر سره کيږي حال دا چې د حيض او نفاس په دوره کې ذکر، تسبيح، تهليل، دورد شريف، وغظ او بيان او حتی قرآنکريم ته غوږ نيول جايز دي ځکه چې په شريعت کې يې په اړه منع نه ده راغلي[5] .

۳- ځنې خويندې د حيض او نفاس په دوره کې د ځان مينځل ښه نه ګني، حال دا چې په اسلامي شريعت کې منع ورڅخه نه ده شوې او اسلام هر وخت نظافت ته د خيال کولو حکم کړی دی، ښځه کولای شي خپل سر، بدن وويځې، نوکان او نور لرې کړي مګر دا چې د کوم مرض له امله غسل کول ورته ضرر وي هغه نو بيا يو ضرورت دی[6].

۴- د حيض او نفاس د وينو د ټوتو مينځل ضرور نه دي :

دې ته ورته پوښتنه له الاسلام سوال جواب څخه هم شوی ده چې په ځواب کې ليکي :

د هيڅ معتبر اهل علم څخه دا نه دي نقل شوي چې د ښځې د پاره دا ضرور وي چې د حيض د وينو ټوټه دې ومينځې، ددې وينو محترم ګڼل او د هغه بې ځايه نه غورځول په اسلام کوم اصل نه لري .

د صحابه کرامو مبارکو بېبيانو به چې د حيض د وينو ټوټه مينځله هغه يې په دې خاطر مينځله چې بل ځل يې استعمال کړي ځکه چې بله ټوټه به نه وه .

خو نن چې څوک دغه کار کوي د بې علمي له وجې یې کوي چې داسې کول کوم اصل نه لري .

اوس مهال اکثرآً يو ځل مصرف پمپر او کوتکس اچول کيږي چې د هغه مينځلو ته څه ضرورت دی ؟ بلکي يو خرافاتي فکر او کار دی .

۵- ځنې کسان له حايضې او نفاسې ښځې څخه ځان لرې ساتي د هغې سره ناسته ولاړه نه کوي او دا عمل د جاهليت د زمانې ميراث دی په اسلام کې هيڅ اصل نلري . يوازې جماع کول حرام دی نور ناسته ولاړه، خوراک او يو ځای چملاست ټول جايز دي، د حيض دوره د حمل د پاره د رحم تياری او د نفاس دوره د يوه بشر د پيدايښت دوره ده چې ښځې د الله پاک د يوه بنده د پيدايښت د پاره مرګوني قربانۍ ورکړی وي .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – شرح البدايه:۱/۶۲ ،هنديه:۱/۲۴.

[2] – سوره البقره :۲۲۲.

[3] – حديث متفق عليه .

[4] – شرح البدايه ۱/ ۶۸  .

[5] – و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و فی البحر رخص المس باليد الکتب الشرعیة (البحر الرائق ۱/ ۲۱۲ ) .

[6] – جاء فی الفتاوی الاسلام ويب :

فلا صحة أبدا لمثل هذه المعلومة، بل على العكس فإن النظافة ضرورية في فترتي النفاس والحيض نتيجة زيادة إفرزات الجسم والعرق، والتي تزداد في هاتين المرحلتين.

Print Friendly, PDF & Email