د خويندو احکام (۱۰)، په لمانځه کې غفلت کول

د انسان د پيدايښت او په دنيا کې د انسان د ژوند اصلي مقصد د الله پاک عبادت دی ( د اسلامي شريعت موافق ژوند تيرول ).

د مؤمن بنده به اصلي هدف عبادت وي، نور دنيوي ژوند او د ژوند اسباب اصلاً د اصلي مقصد لپاره يو وسيله ده .

لمونځ د ټول دين ستن ده، او لمونځ د مؤمن د ټولو بدني عباداتو ترجماني کوي.

متأسفانه ډير ورونه جومات نه ځي او په ډيرو خويندو کې عادت دی چې لمونځ ځنډوي او لمونځ پخپل وخت نه ادا کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي : { فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ * الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلاتِهِمْ سَاهُونَ ]

ژباړه : د ويل عذاب دی لمونځ کوونکو لره، هغه لمونځ کوونکي چې له خپل لمونځ څخه غافله دي .

ابن کثير نقلوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه په ځواب کې چې له هغوی څخه يې و پوښتل چې د (هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ) څخه مطلب کوم کسان دي ؟ و يې فرمايل : هغه کسان چې لمونځ له خپل وخت نه تأخير او ځنډوي .

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: دا د منافق لمونځ دی، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په مينځ کې راشي، نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

او بله معنی دا ده چې د لمانځه له احکامو څخه خبرې نه وي، لمونځ سم نه ادا کوي، لکه: رکوع، قومه ، سجده، جلسه، قرائت او په ارکانو کې سکون او اطمنان .

او همدارنګه ځنې خويندې د کور کارونه په ولاړه تر سره کوي خو چې کله ستړې شي نو لمونځ په ناسته سره کوي حال چې فرض لمونځ د هغه چا لپاره چې د ولاړيدو توان لري په ناسته سره نه صحي کيږي مګر دا چې ناروغ وي او په ولاړه د لمانځه کولو توان و نه لري.

او همدارنګه ځنې خويندو د خپلو کارونو لپاره تقسیم اوقات او منظم پلان نلري د دوی زيات وخت په پخلنځۍ (آشپزخانه) کې په پخولو او نورو کارونو کې د ذکر او عبادت پرته ضايع کيږي د عبادت لپاره وخت نه ځانګړی کوي…  د زیاتو خويندو څخه مسنونه اذکار، د قرآنکريم تلاوت، او ديني مطالعه پاتې وي او يا هم وعظ او نصحيت او بيان ته چې د کارونو په څنګ کې هم کيدی شي له اوريدو غافله وي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email