د خويندو احکام (8) د ويښتانو خرڅول حرام دي

په اوس عصر کې ځنې خويندې د سر څخه تويي شوي ويښتان خرڅوي خو د انسان او يا د هغه د کومې حصې او اندام خرڅول او اخيستل په اتفاق د فقهاوو حرام دي، ځکه چې انسان الله تعالی أشرف المخلوق پيدا کړی دی .

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «قَالَ اللَّهُ: ثَلاثَةٌ أَنَا خَصْمُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: رَجُلٌ أَعْطَى بِي ثُمَّ غَدَرَ، وَرَجُلٌ بَاعَ حُرًّا فَأَكَلَ ثَمَنَهُ، وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أَجِيرًا فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُعْطِ أَجْرَهُ»[1].

ژباړه : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .

د انسان د ويښتانو خرڅول او اخيستل او د هغه څخه په بل شي کې استفاده کول که هغه د نارينه وي يا ښځينه په اتفاق د فقهاوو حرام دي .

جاء في ” الموسوعة الفقهية ” ( 26 / 102) :

واتّفق الفقهاء على عدم جواز الانتفاع بشَعْر الآدميّ بيعاً واستعمالاً ؛ لأنّ الآدميّ مكرّم ، لقوله سبحانه وتعالى : ( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري:۲۲۲۷.

Print Friendly, PDF & Email