د خويندو احکام (۶)،جادوګرو او ګوډګرو ته ورتلل

په ځنو نارينه وو کې هم دا ناوړه عادت شته خو دغه ناوړه کار په ځنو خويندو کې زیات او مخ پر زياتيدو دی چې دوی جادو ګرو، د طالع او فال کتونکو ته ورځي.

 د بخت يا قسمت او طالع معلومولو لپاره کاهن او ساحر ته ورتلل حرام دي او په اړه يې سخت وعيد راغلی دی:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« مَن أتَي عَرَّافاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»[1] .

ژباړه: {څوک چه عرافي ته (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ورشې او د يوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی او هغه رښتيا وبولي د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي }.

 همدارنګه فرمايي :«مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»[2] .

ژباړه: {هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوي) ته ورشی او د هغه خبري رښتيا وګڼِ دا کس په هغه څه کافر شو کوم چي په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي} .

ځکه چې الله پاک فرمايي: [قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ …][3].

ژباړه: ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې الله تعالی يې اراده وفرمايي.

د سحر او جادو نښانې :

د سحر، نظر او پيرياني کس علايم تقريباً مشابح دي خو د سحر او جادو څو علائم په لاندې ډول دي :

۱- کور ته د ننوتلو په وخت کې سخت په تنګتوب.

۲- پرته له کوم سبب څخه ژړا او يا خندا .

۳- د ذکر او عبادت څخه کرکه کول .

۴- قولنج او د خېټي هميشنۍ درد .

۴- بغير له کوم سبب څخه د ميړه يا د ښځې څخه شديده کرکه کول .

۵- د سحر له آيتونو څخه متأثيره کيدل .

د ساحر او جادو ګر علائم دا دي :

۱- ساحر او کاهن د ناروغ او د ناروغ د مور د نوم پوښتنه کوي .

۲- د ناروغ څخه ځنی نښې نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .

۳- د يو حيوان په خاصو صفاتو ذبحه کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .

۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .

۵- يو شی به ناروغ ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .

۶- د ځانګړيو وسايلو په وسيله د ناروغ له احوالو ځان خبرول .

۷- د فسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .

د سحر او کوډو علاج :

د کوډو او سحر علاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحر علاج په سحر باندې جايز دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل:«هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ »[4] .

ژباړه: دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) .

بلکي د سحر علاج به په قرآنکريم او شرعي اذکارو سره کيږي .

علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په مريض باندې دم او يا په اوبو باندې دم کړ شي او هغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .

۱- د فاتحه د سورت لوستل.

۲- آية الکرسي.

۳- د اعراف د سورت د ۱۰۶- ۱۲۲ آيت پورې

۴- د يونس د سورت ۷۹-۸۳ آیت پورې .

۵- د طه د سورت له ۶۵-۶۹ آیت پورې.

۶- سوره اخلاص او معوذتين دری ځله لوستل .

خپله مريض يې هم پر خپل ځان دم کولای شي، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضرور دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه مسلم .

[2] – رواه مسند أحمد – (4 / 68) و سنن الترمذي (1 / 242) و سنن ابن الماجة (1 / 404).

[3] – سوره الاعراف:۱۸۸.

[4] – رواه أبو داود (3868).

Print Friendly, PDF & Email