۲- د غاښونو تر منځ فاصلې او د نوکانو اوږده پريښودل :

۲- د غاښونو تر منځ فاصلې او د نوکانو اوږده پريښودل :

او پر هغه ښځه او سړي باندې د الله تعالی لعنت دی چې د الله تعالی په خلقت او جوړښت کې بدلون راولي (د غاښونو تر منځ فاصلې رامنځته کوي ،غاښونه سيده کوي) .

د کوم شرعي ضرورت پرته د غاښونو تر منځ فاصلې را منځته کول، يا د کوم تکليف او ازار پرته د کږو غاښونو سيده کول چې په نوي طب کې ورته «اوتودنسي» وايي حرام دي .

په حديث شريف کې راغلي:«لعنَ اللَّه الْواشِماتِ ….، َالمُتَفَلِّجَاتِ لِلحُسْن، المُغَيِّراتِ خَلْقِ اللَّه» (متفق عليه ).

ژباړه: {د الله لعنت دی په خال وهونکې…. او د زينت لپاره د غاښونو تر منځ فاصله جوړول او د زينت لپاره د غاښونو سيده کوونکو باندې، د الله په جوړښت کې بدلون را وستونکوو باندې}.

همدارنگه د ښځو لپاره د نوکانو اوږد پريښودل جواز نلري او د سنتو مخالفت دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«فمنْ رغِب عَنْ سُنَّتِي فَلَيسَ مِنِّى (رواه البخاري: ۵۰۶۳ و مسلم :۱۴۰۱).

يعنې: څوک چې زما د سنتو څخه سرغړونه کوي له ما څخه نه دی.

همدارنګه دا کار د ځناورو او کفري او فرنګيو ښځو سره مشابهت دی چې په حرام مشابهت کې شامليږي .

او د ښځې لپاره د مصنوعي نوکانو اچول او وصل جواز نلري او داسې وصلول دي لکه د ويښتانو سره د نورو مصنوعي ويښتانو وصلول .

وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم :«لعن الله الواصلة والمستوصلة»

يعنې: {الله تعالی لعنت کړی دی د ويښتانو په وصلونکو او هغه چې د ويښتانو وصلول غواړي، په وصلولو کې د سترګو د باڼو او د سر د ويښتانو  وصلول دواړه شامل دي}.

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة: لا يجوز استخدام الأظافر الصناعية، والرموش المستعارة،لما فيها من الضرر على محالها من الجسم، ولما فيها ـ أيضا ـ من الغش وتغيير خلق الله.

آن لاِن اسلامی لارښود

Print Friendly, PDF & Email