د خويندو احکام (۱)، د وريځو جوړول او د مصنوعي باڼو اچول :

اسلام د لورګانو او خويندو په تربيت باندې ډير اهتمام کړی دی ځکه چې سبا ورځ مور ګرځي او مور د ټولنې ستنه او د نسلونو د تربيت لومړۍ مدرسه ده.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«من رُزق بناتٍ أو أخواتٍ فأحسن إليهِنَّ کُنَّ له ستراً من النار» (متفق عليه ).

ژباړه: چا ته چې الله تعالی دوې لورګانې او يا دوې خويندې ورکړې وي او له هغوی سره نيک چلند او د هغوی ديني ترتيبت وکړي هغه لره به د دوزخ له اور څخه پرده وګرځي.

♣♣♣♣

نن ورځ د تاسې سره داسې يو جدي موضوع شريکوم چې د هغه لوستل د هر ورور او خور لپاره زيات اهم دي، هر ورور بايد د يو مسئول په حيث او هره خور يې بايد د ايمان په غوښتنه ولولي او واروي، ځان ورباندې پوه کړي او خپل ځان ترې وساتي .

♣♣♣♣

په خويندو کې ځنې خپاره شوي ناوړه عادات :

۱- پر هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې خپلې وروځې د سينګار په نيت نری جوړوي او همداسې هغه ښځه چې دغه کار تر سره کوي لکه په نن عصر کې آرايشګاه .

يعنې د وريځو ويښتان وباسي او غواړي د الله تعالی په جوړښت کې تغير راولي او خپله طبيعي ښکلا په پلاستيکي ښکلا بدله کړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ ، وَالنَّامِصَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ…» (رواه بخاری).

ژباړه: {الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي،او هغه څوک چه وروځې نرۍ جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي}.

♣♣♣♣

الله تعالی چې پر مؤمنانو باندې کوم شی حرام کړي دي نو په هغه کي يو حکمت موجود وي :

د عصري طب څيړنې ښيې چې د وريځو د ويښتانو ايستلو په وجه په ځنو ښځو کې د سترګې چاپيره التهاب را منځته کړی دی .

د طب استاذ دوکتور وهبة أحمد حسن وايي: د وريځو د ويښتانو لرې کول او بیا د ورځو تورلو لپاره د قلم استعمال د جلد لپاره ضرر لري چې د جلد د التهاب او حساسيت سبب ګرځي.

♣♣♣♣

همدارنګه د مصنوعي باڼو اچول او د شرعي عذر پرته د مصنوعي ويښتانو اچول او وصلول حرام دي او په داسې ښځو لعنت دی:

«لَعَنَ رسول الله صلی الله عليه وسلم الْوَاصِلَةِ وَالْمُسْتَوْصِلَةِ».

د سترګو د باڼو سره مصنوعي باڼه وصلول حرام دي او د ويښتانو په عام وصلولو کې شامل دي کوم چې د لعنت سبب دي.

همدارنګه د باڼو د وصل لپاره د نيکل او يو قسم پلاستيکي مادې څخه کار اخيستل کيږي چې د باڼو د پوستکې د التهاب سبب ګرځوي او د باڼو د تويدو سبب کيږي  او د باڼو چسپلولو لپاره چې کوم مواد کارول کيږي پوستکي ته د اوبو مخ نيسي چې ددې باڼو سره اودس او غسل نه صحي کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــ

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة: لا يجوز استخدام الأظافر الصناعية، والرموش المستعارة،لما فيها من الضرر على محالها من الجسم، ولما فيها ـ أيضا ـ من الغش وتغيير خلق الله.

كما أنّه توجد في الرموش الصناعية بعض المواد التي تحتوي على أملاح النيكل، أو المطاط الصناعي التي تتسبّب باحتمالية الإصابة بالتهاب الجفون مما يؤدّي إلى تساقط الرموش.

و جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

“الرموش الصناعية لها حكم وصل الشعر” «لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة» .

و جاء في فتاوی الاسلام ويب :

تركيب الرموش الصناعية فيه وصل واتباع للشيطان في تغيير خلق الله.

الأهداب أو رموش العين ، يجب إيصال الماء إليها في الوضوء والغسل…فمنع وصول الماء إلى شيء من العضو لم تصح طهارته سواء أكثر ذلك أم قل.

Print Friendly, PDF & Email