د زکات د نصاب لپاره د نغدو پيسو او سرو زرو (طلا) جمع کول ؟

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته … محترمه زما اهل د ۶۵ ګرامه طلا سر بيره شل زره افغانۍ هم لري، دا چې د طلا نصاب ۸۵ ګرامه دی چې زکات ورباندې نشته نو آيا له نغدو پيسو سره جمع کيدی شي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه په شمول د جمهورو فقهاوو رحمهم الله په نزد د نصاب د پوره کيدو لپاره سره زر له سپينو زرو او سره زر يا طلا له نغدو پيسو سره جمع کيږي او همدا قول د مجمع الفقه الاسلامي دی او وروسته اقل نصاب په نظر کې نيول کيږي چې هغه سپين زر دي او د سپينو زرو نصاب (۵۹۵ ګرامه) دی (۱).

د زکات حساب : د طلا لپاره د استعمال شوي طلا نرخ په نظر کې نيول کيږي چې تقريباً ۲۰٪ د نوی طلا څخه کم وي او له نغدو افغانيو سره جمع کيږي او څلويښتمه حصه يې زکات ورکول کيږي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) :جاء في المبسوط :۲/۱۷۷ و فتح القدير: ۲/۲۲۱ . و جاء في الموسوعة الفقهية: ذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَهُوَ رِوَايَةٌ عَنْ أَحْمَدَ وَقَوْلُ الثَّوْرِيِّ وَالأَوْزَاعِيِّ ) إِلَى أَنَّ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ يُضَمُّ أَحَدُهُمَا إِلَى الآخَرِ فِي تَكْمِيلِ النِّصَابِ (الموسوعة الفقهية:۲۳/۲۶۷).

و جاء في مجمع الفقه الاسلامي: يجب ضمُّ الأوراقِ النقديَّةِ مع غيرها مِنَ الأثمانِ والعُروضِ المعدَّةِ للتِّجارة؛ لتكميلِ النِّصَاب، وبه صدَر قرارُ المجمَعِ الفقهيِّ التَّابِعِ لرابطة العالَمِ الإسلاميِّ (مجمع الفقه الاسلامي :۳/۹۵۲).

Print Friendly, PDF & Email