د پيوند په وسيله د نباتانو د جنسيت تغيرول ؟

السلام عليکم ورحمه الله …. بښنه غواړم زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې زمونږ په سيمه کې داسې رواج دی چې يو ډول ونې ته د بل ډول ونې پيوند ور اچوي مثلاً زردالو ته د بادام ځنې وايي دا باک نه لري او ځنې وايي اوبال لري په دې باره کې ستاسې نظر غواړم- الحاج سیف الاسلام .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي امت د معاصرو مسائلو د څيړنو مراجع لکه: د فقهې نړيواله ټولنه، د طيبي مسائلو د څيړنې ټولنه، اسلام سوال جواب او دوکتور وهبة زحيلي او نورو معاصرو فقهاوو د نباتاتو د جنسيت تغير يا يو نبات له بل سره ورته کول «استنساخ» په هغه صورت کې جايز بللی دی چې زراعت او ونو ته زيان نه وي بلکي ګټه پکې وي او د انسان بدن ته ضرر ونه لري، د دوی دليل دا دی چې نباتات او د ځمکې نور شيان الله تعالی د انسان لپاره مسخر کړي دي، لقوله سبحانه وتعالی: «هو الذي خلق لکم ما في الارض جميعا» (البقرة:۲۹)….   (۱).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

——————————-

 (۱) : مجمع الفقه الاسلامي :في دورته العاشرة المنعقدة بجدة في الفترة من ۱۹۹۷/۷/۶:يجوز شرعاً الأخذ بتقنيات الاستنساخ و الهندسة الوراثية في النبات. و المیزان في حدود الضوابط الشرعية، بما يحقق المصالح، ودراً المفاسد.

 و ندوة الفقهية الطبية التاسعة المنعقدة بالدار البيضاء في الفترة من ۱۹۹۷/۶ -۱۷-۱۴ ، و جاء في فتوی الاسلام سوال جواب: اما استنساخ الهندسة الوراثية بالنسبة اللنبات و الحيوان فيجوز ذلک بشرط عدم الاضرار. رقم الفتوی:۲۵۲۹۲۵.

و قال: دوکتور وهبة الزحيلي: جواز ذلک، بناءً علی تحقق المصلحة البشرية منه، حيث قال: و الرأی الشرعي هو القول باباحة الاستنساخ في عالم النبات … تحقيقاً لمصلة الانسان و ایجاد وفرة أکثر (الاستنساخ جدل العلم و دين/ محمد حسين فضل الله :۱۲۰).

Print Friendly, PDF & Email