د کليزې (سالګېرې ) لمانځل ولی حرام دي؟

که څه هم ټولو مسلمانانو ته څرګنده ده چې د اسلام له پيل څخه تر نن زمان پورې هيڅ مسلمان په هيڅ وخت کې نه د واده ورځ لمانځلې او نه هم د پيداپښت کليزه.. او د مور ورځ او بلاخره د عشق تر ورځ لمانځلو پورې خبره رسيږي، بس دا هر څه د اسلام د دوښمنانو څخه د شيطاني مډيا او غربی سريالونو په وسيله په پټو سترګو تقليد دی.

♣♣♣

د کليزې لمانځلو ته په عربي کې «احتفال عيد الميلاد» وايي.

عيد: په ټاکلي وخت او ټاکلې ځای کې د خلکو ټوليدل، د يوې ټاکلې ورځې لمانځلو ته وايي چې په هغه کې خلک را ټوليږي، نوې جامې اغوندې او سوغاتونه ويشي او دا ورځ په اونۍ کې يا مياشت او يا کال کې را ګرځي او خلک يې لمانځنه کوي.

نو د يوې ټاکلې ورځې او ټاکلې ځای لمانځل چې شريعت ورباندې حکم نه وي کړی که هغه د عبادت په توګه وي يا د عادت د الله د دوښمنانو سره موافقت دی .

♣♣♣

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : ان لکل قوم عيد، و ان عيدنا هذا اليوم (رواه البخاري) .

ژباړه: يقيناً د هر قوم لپاره اختر وي او زمونږ اختر دغه ورځ ده (کوچنی او لوی اختر).

دا کار د مشرکينو، يهودو او نصارا وو سره مشابهت دی چې لوی خطر دی ځکه د هغوی سره ظاهري بشابهت کول بلاخره د باطني مشابهت کولو سبب ګرځي .

.«مَن تَشَبَّهَ بِقَومٍ فَهُوَ مِنهُم»

♣♣♣

دا ډول کليزې لمانځل او د يوې ټاکلې ورځې لمانځل زمونږ په دين کې هيڅ اصل نه لري بدعت دی او د هر بدعت پایله ګمراهي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ»(رواه البخاري )  .

ژباړه: هر چا چې په امر (دين ) زمونږ کې داسې عمل پيدا کړ چې له هغه نه وي (په دين کې نه وي ) نو مردود دی

او فرمايي:

«إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ» (رواه ابوداود:۴۶۰۷و الترمذي:۲۶۷۶) .

 ژباړه: په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی .

♣♣♣

رسول الله صلی الله عليه وسلم پخوا د خپل امت په اړه دا انديښنه څرګنده کړي ده چې فرمايي :

«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!»(رواه البخاري ).

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای

رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

يعنې مسلمانان به د يهودو او نصاراؤ اخلاق ، طرزالعمل ، عادات او کلتور څخه لويشت په لويشت او کز په کز تقليد وکړي او د هغوی په مثل به ځان جوړوي .

نو مسلمان ته جايزه نه ده چې د کفارو په عاداتو او رسمونو عمل وکړي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email