(وعده باندې وفاء کول (د مؤمن د حيثيت او وقار تاج

په وعده وفا کول‼
په وعده باندې وفاء کول د مؤمن ستر اخلاق، د حيثيت او وقار تاج او د رښتيني مؤمن صفت دی چې پر وعده باندې وفاء کول واجب دي، الله تعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَءَامَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ] (المائده).
ژباړه: (ای مؤمنانو پر خپلو وعدو وفا کوئ).????????????
په وعده باندې وفاء کول د هغو صالحو مؤمنانو صفت دی کوم چې په قرآنکريم کې د کاميابۍ او بري زيرې ورکړ شوی دی….. [وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المومنون ۸). ژباړه: (او هغه کسان (کامياب شول) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي).✳✳
د وعدې مخالفت :
د وعدې مخالفت کول د منافقت نښه ده، په حديث شريف راغلي دي: «آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان» (البخاري).
ژباړه:د منافق دری نښې دي: چې کله خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي).
نو د هغه مؤمن حيثيت به څه وي چې منافق صفته وي نن په تولنيزو، کورنيو او اکثرو معاملاتو کې د خلکو تر منځ وعده خلافي ده.
دغه وباء له يو لوري ګناه ده او د الله تعالی د قهر او غذب سبب کيږي له بل لوري په ټولنه او خلکو کې د يو کس حيثيت له خاورو سره خاورې کوي .
نو مسلمانانو لره ښايي چې د دغه ناوړه منافق خصلته عادت څخه ځان وساتي.

Print Friendly, PDF & Email