د تقوی تعريف او ارکان

مونږ د تقوی په اړه ډیر اروو مګر تقوی څه ده،د تقوی ارکان څه دي؟ او د تقوی ثمره په دنيا او آخرت کې څه ده ؟

د تقوی تعريف : د تقوی لغت له وقی څخه اخیستل شوی دی چې په لغت کې وقایې ته وايي، يعنې د یو شي ساتل له هغه څه څخه چې ضرر ورته رسوي .

په اصطلاح کې تقوی د الله تعالی د عذاب او نا خوښۍ څخه يو وقایه ده د الله تعالی د اوامرو په تر سره کولو او د حرامو او ګناهونو څخه په ځان ساتلو سره.

علی بن أبې طالب رضی الله عنه تقوی داسې تعريفوي : هي الخوف من الجليل، و العمل بالتنزيل،  القناعة بالقليل، و الاستعداد ليوم الرحيل.

ژباړه : د تقوی د الله تعالی څخه ويره او د قرآن موافق عمل، او په لږ شي او رزق قناعت کول او د آخرت د سفر لپاره تیاری نيول.

ابن مسعود رضی الله عنه تقوی داسې تعريفوي:التقوی الله هي أَنْ يُطَاعَ فَلَا يُعْصَى وَيُشْكَرَ فَلَا يُكْفَر وَيُذْكَر فَلَا يُنْسَى.

ژباړه : د الله تعالی تقوی دا ده چې د هغه (الله) اطاعت کول او د هغه نا فرماني نه کول، د هغه شکر ادا کول او د هغه نا شکري نه کول، هغه په ياد ساتل او د هغه نه هيرول.

د تقوی ارکان :

لومړی رکن: د اسلامي شريعت احکام پر ځای کول او له ګناه څخه ځان ساتل ؟

اوس نو سوال دا دی چې بنده خو له ګناه څخه پاک نه دی، حتماً به په ګناه باندې اخته کيږي خو الله تعالی په قرآنکريم د تقوی دارو متقيانو صفت داسې بيان کړی دی : وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (سوره آل عمران:۱۳۵).

ژباړه:او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا په خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغې اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي

دوهم رکن : په هره معامله کې الله په ياد وي او هغه نه هيروي :

د مؤمن بنده په ټولو حالاتو کې الله تعالی په ياد وي، په معاشرت کې، په ټولنيز ژوند کې په معاملات، تجارت او کسب کار کې د الله اوامرو ته متوجه وي چې د دغه نيت په وجه مباح کارونه هم ورته عبادت شميرل کيږي ….

او دا د متقيانو صفت دی الله سبحانه وتعالی فرمايي : او فرمايي :[رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ] (سوره النور:۳۷).

ژباړه : هسې سړي يې ثنا او صفت وايي چې تجارت او راکړه ورکړه يې د الله له يادولو د لمانځه له ودرولو، د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي له هغې ورځې نه ډاريږي چې زړونه پکې اوړي را اوړي او سترګې رډې خيږي.

او همدا اطاعت او عبادت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « مَنْ أَطَاعَ اللَّهَ فَقَدْ ذَكَرَ اللَّهَ… وَمَنْ عَصَى اللَّهَ فَقَدْ نَسِيَ اللَّهَ»

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ] (سوره طه :۱۲۴) .

ژباړه : او چا چې زما له (ياد، عبادت ، او أمر) څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو.

ذکر او اطاعت د روح عذا ده او روح ورباندې ژوندی وي لکه څنګه چې بدن خوراک او څښاک ته ضرورت لري همداسې روح ذکر او اطاعت ته ضرورت لري …

الله سبحانه وتعالی فرمايي : لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ  .

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله پاک په ياد آراميږي ،خبر شئ چې د الله تعالی په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

له ابی موسی الأشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«مَثَلُ الذي يَذكُرُ ربَّهُ وَالذي لا يذكُرُه، مَثَل الحيِّ والمَيِّتِ » (البخاري و مسلم) .

ژباړه: مثال د هغه چا چې د الله (جل جلا له) ذکر کوي او هغه چې غافله وي له ياد د الله تعالی څخه داسې دی لکه ژوندی او مړ .

دريم رکن، د شکر ادا کول او ناشکري نه کول :

شکر ادا کول او د ناشکری څخه پرهيز کول د متقيانو صفت دی: [فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ]  .

ژباړه : نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) سره چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

الله تعالی پر خپل بنده باندې بې حسابه نعمتونه کړي دي :[وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ] (سوره ابراهيم:۳۴).

ژباړه:

متأسفانه ډير خلک ګمان کوي چې نعمت دينار، ډالر دی او ډير مال دی، او خوشحالي او سکون په مال کې دی نو چا ته چې الله تعالی ډیر مال ورکړی وي نو په هغه باندې يې لوی نعمت کړی دی دا یو نيمګړی ګمان او نيمګړې نظریه او د تقوی له ثمرې څخه لريوالی دی.

بلکي د الله تعالی بې حسابه نعمتونه دي: دا چې ته يې مؤمن ګرځولی يې او د ټولو څخه د غوره پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم امتي يې ګرځولی يې نو پر تا يې لوی نعمت کړی دی ځکه په دنيا کې اوس هم ډير کسان شته چې دوی حتی خپل رب نه پيژني او د ژوند په مقصد نه پوهيږي ….

وروڼو ! غنا اصلاً د زړه غنا ده ….. شاعر وايي : و غني النفوس هو الکفاف فان أبت فجميع ما في الارض لا یکفيها .

او بل وايي: غنا قناعت دی او د بدن راحت دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email