کفري هيوادونو ته له کورنۍ سره يو ځای يا جلا تلل څه حکم لري؟

زه په بهر اورپا کې اوسيږم هيله ده زما پوښتنو ته د شريعت په رڼا کې ځواب ووايئ.

زمونږ اوسېدل د کفر په خاوره کې څنګه دي؟ آيا دغه لاندې آيات پر موږ باندې تطبيق کېږي؟

(إِنَّ ٱلَّذِینَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَـٰۤىِٕكَةُ ظَالِمِیۤ أَنفُسِهِمۡ قَالُوا۟ فِیمَ كُنتُمۡۖ قَالُوا۟ كُنَّا مُسۡتَضۡعَفِینَ فِی ٱلۡأَرۡضِۚ قَالُوۤا۟ أَلَمۡ تَكُنۡ أَرۡضُ ٱللَّهِ وَ ٰ⁠سِعَةࣰ فَتُهَاجِرُوا۟ فِیهَاۚ فَأُو۟لَـٰۤىِٕكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَسَاۤءَتۡ مَصِیرًا)

[سورة النساء 97]،

(إِلَّا ٱلۡمُسۡتَضۡعَفِینَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَاۤءِ وَٱلۡوِلۡدَ ٰ⁠نِ لَا یَسۡتَطِیعُونَ حِیلَةࣰ وَلَا یَهۡتَدُونَ سَبِیلࣰا)

[سورة النساء 98]

زه شخصاً دغې خاورې ته د مجبوريت په اساس راغلی يم………… د نومړې ورور پوښتنه ډير اوږده  ده د لنديز لپاره مو نوره برخه ورڅخه کټ کړه .

——————————————

ځواب

الحمدُ لله، والصَّلاةُ والسَّلامُ على رسولِ الله، أمّا بعدُ:

اصل دا دی چې مسلمان ته جايز نه ده چې د کفارو په مينځ کې يا په کوم کفري او غربي هيواد کې استوګنه غوره کړي مګر دا چې يو شرعي مصلحت او عذر وي .

الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو په اړه فرمايي چې دوی د کفارو په مينځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای: [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا] (سوره النسأء:۹۸ ).

ژباړه: کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه، پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وئ، هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځکه کې ضعيف او مجبور وو، پريښتو وويل: آيا د الله ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی.

ابن کثير رحمه الله وايي: دا د هغو کسانو په حق کې دی چې دوی د کفارو په منځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای او د هجرت او انتقال توان لري نو دوی پخپلو ځانونو باندې ظلم کوي او په اجماع د امت په لویه ګناه مرکتب دي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ» رواه أبو داود ( 2645 ) ، والترمذي ( 1604 ) .

ژباړه : زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي.

دا ځکه چې د کفارو په منځ اوسيدل لاندې زيانونه لري :

۱- په دين کې د فتنې ويره ځکه چې دا ډول ټولنه سر تر پایه له ديني او اخلاقي فساد څخه ډکه وي.

۲- د خپلو اولادونو د آینده خطر: ځکه چې دوی په داسې يوه ټولنه کې نمو کوي او لوييږي چې هغوی ته دين، اخلاق او انساني ارزښتونه هيڅ اهميت نه لري .

۳- د هغوی کفري قوانين : پخپل ځای او خپله کورنۍ او اولادونو باندې د هغه ټولنې کفري قوانين عملي کول او هغه ته د سر ټیټول چې ځنې وخت د لوی انحراف او حتی د خپل دين څخه د وتلو سبب کيږي .

۴- د کفارو موالات : د کفارو سره محبت پيدا کيدل او د مسلمانانو څخه کرکه کول، د هغوی په قوانينو او دين باندې راضي کيدل.

۵- د اسلام د ځنو شعائرو پر ځای کولو کې پاتې راتلل.

خلاصه : هغه کسان چې د دين شعائر نشي عملي کولای او دين ته يې خطر وي هغوی ته د کفار په هيواد کې اوسيدل جايز نه دي، او هغه کسان چې د دين شعائر عملي کولای شي او د يو مصلحت او مجبوريت لپاره تللي وي یوازې د مجبوريت د رفع کولو تر وخت پورې هلته اوسيدل ورته جایز دي د او د دايمي اوسيدو نيت به نه لري.

شرعي مصلحت لکه : د دعوت الی الله لپاره کفري هيواد ته تلل او هلته خلکو ته دعوت کول، د اسلام او مسلمانانو د شان لوړولو په نيت داسې لوړې زده کړې کول چې په اسلامي هيوادونو کې نه وي، يا درملنه کول هسې درملنه چې په اسلامي هيوادونو کې نه کيږي او يا د نفقې پيدا کول په هغه صورت کې چې په اسلامي هيواد نه وي.

فتاوی علماء البلد الحرام، فتاوی الاسلام سوال جواب، هيئت علماء الشام الاسلامي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email