د مسلمانانو په لومړی قبله باندې د يهودويانو ناکام يرغل

د اسرائيلو صهيونستي رژيم تير کال د امريکا په ملتيا خپل پايتخت بيت المقدس ته نقل کړ، د امريکا په منځګړيتوب يې د اسلامي هيوادونو له ځنو منافقو حکومتونه سره د اړيکو د عادي کولو تړون وکړ،او له دريو کلونو راهسې يې تمرينات کول څو په غزه باندې هوايي او ځمکني يرغل وکړي …. ددې کار لپاره يې د رمضان المبارک په مياشت کې ډير فلسطينيان په زوره له خپلو کورونو څخه ويستل، پر مسجد الاقصی يې يرغل وکړ او يهودي يرغلګرو وغوښتل له مسجد الاقصی څخه په زور مسلمانان وباسي او په سلګونو مسلمانان يې ټپيان او بنديان کړل او ددې سره جوخد يې په غزه کې د مسلمانانو کورونه ممبارت کړل .

د يهودي رژيم دا وحشت فسلطيني مجاهدو غازيانو په داسې ټوګه ځواب کړ چې نه يې اسرائلو ګمان کولو او نه د هغوی ملګرو امريکا، اورپا او نورو منافقينو ….

فلسطيني مجاهدينو د «سيف القدس» په نوم دغه غزا کې خپلې داسې پرمختللی اسلحې وکارولې چې چا يې تصور هم نه کولو لکه: فدايي الوتکې او داسې توغندي چې د اسرائيلو هره برخه ويشتلی شي .

د فلسطيني مجاهدينو نظامي وياند ابو عبيده وايي: مونږ ته د اسرائيلو د هرې برخې ويشتل له اوبو څښلو هم آسانه دي.

دا د رب العالمين قدرت دی چې ډير لوی کبرجن طاغوت په ضعيفو خلکو له منځه وړي، په افغانستان کې يې د امريکا په مشرۍ د ناتو کفري صليبي ټلواله د افغان مظلوم مجاهد ولس په وسيله له شرمه وونکي ماتي سره مخ شول ..

همداسې به د فلسطين د مظلوم ولس په وسيله د يهودو ټلواله له شرمه وونکي ماتي سره مخ کيږي ان شاء الله ..

دا ځکه چې الله تعالی د برحق مؤمنانو سره مرسته او مدد کوي او پايله د رښتيني مؤمنانو ده «و عاقبة للمتقين».

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email