په مسجد الاقصی کې له یو لکو زياتو مسلمانانو د اختر لمونځ ادا کړ:

که څه هم د اختر له را رسيدو څخه وړاندې يهودي يرغلګرو وغوښتل له مسجد الاقصی څخه په زور مسلمانان وباسي او په سلګونو مسلمانان يې ټپيان او بنديان کړل.

خو ددې ټولو فشارونو سره سره پرون په مسجد الاقصی کې له يو لکو زياتو مسلمانانو د اختر لمونځ ادا کړ.

له لمانځه وروسته يې د حماس د اسلامي مقاومت په ننګه او يهودي يرغلګرو پر ضد شعارونه ورکړل، او د اسلامي جهادي مقاومت له لخوا په نويو پرمختللو راکيټونو باندې د اسرائيلو ويشتل یې د الله اکبر د نارې په خوشحالۍ سره بدرګه کړل.

د مسجد الاقصی د جومات خطيب د خپلې خطبې په يوه برخه کې وويل: په دغه مبارکه ورځ تاسې خوشحاله اوسئ او خپل بيرغونه مو رپان ساتئ ځکه چې د اسلام بيرغ به هيڅکله پر ځمکه پاتې نه شي، او د مسلمانانو د لومړی قبلې په اړه يې د عربو اتحاديې له بې احساسۍ او توجه نه کولو باندې خپل تأسف ښکاره کړ، او د صهيونيستي رژيم سره يې د ځنو اسلامي هيوادو د اړيکو عادي کول وغندل .

مرکز اطلاع رسانی فلسطين

 

Print Friendly, PDF & Email