د پور يا قرض زکات څنګه ادا کيږي

سلام علیکم

و بعد وروره زه عبدالعزیز نومیږم اوس په خلیج کي مسافر یم زما یو سوال دی.

ما یو کس ته ٥٠٠٠ ریال قرضه ورکړي وې اوس دهغې سره یې ٥کاله ووتل، آیا په دغو پيسو باندې زکات شته او د زکات اندازه یې څومره ده ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرض او پور د پسو زکات دوه صورتونه لري :

لومړی : کچيرې قرض په قادر او توانا کس باندې وي چې که هر وخت ورڅخه طلب شي نو ادا کوي نو په دې صورت کې دا مال داسې دی لکه د سړي پخپل لاس کې نو په دغه پيسو باندې زکات فرض دی هر کال به يې زکات ادا کوي.

دوهم : کچيرې په ناتوانه او مفلس کس باندې پور او قرض وي چې ادا کول يې مشکل وي نو په هغه باندې زکات نشته کله چې قرض ادا شي نو د ټول وخت زکات به ادا کوي .

او د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا ۲،۵٪ ده چې د ۵۰۰۰ ريال ۱۲۵ رياله زکات کيږي .

جاء في الموسوعة الفقهية (۲۳/۲۳۸):

وذهب جمهور العلماء : إلى أن الدَّيْن الحالَّ قسمان : دين حال مرجو الأداء ، ودين حال غير مرجو الأداء .

فالدَّين الحالُّ المرجو الأداء : هو ما كان على مقرٍّ به ، باذلٍ له ، وفيه أقوال : فمذهب الحنفية ، والحنابلة ، وهو قول الثوري : أن زكاته تجب على صاحبه كلَّ عام ؛ لأنه مال مملوك له ، إلا أنه لا يجب عليه إخراج الزكاة منه ما لم يقبضه ، فإذا قبضه زكاه لكل ما مضى من السنين .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email