په کومو پيسو چې کال پوره او وروسته مصرف شي زکات ورباندې شته

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته

زماسره تقریبا ۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه افغانۍ وې او کال هم ورباندې تېر شوی ما غو ښتل چې په دې روژه کې  زکات يې ورکړم خو اوس مو یو ورور ته کوزده کړې ده چې تقريبا پنځه لکه افغانۍ په واده مصرفيږي، نو زه خو اوس ورته قرضداره شوم، نو آيا پرما اوس هم زکات لازم دی او که نه. مننه ستاسو د ځواب په انتظار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دغه پيسو باندې کال پوره شوی دی او نصاب ته رسيدلې او د کال په جريان کې په ضروري حوائجو کې نه دي مصرف شوې نو زکات ورباندې فرض دی .

او کله چې له دغه کال څخه وروسته په واده کې مصرف شي نو زکات يې ساقطيږي زکات ورباندې نشته.

« إذا أَمْسَكَهُ لينفق منه كل ما يحتاجه فحال الحول وقد بقي معه منه نصاب فإِنَّه يزكي ذلك الباقي، وإن كان قَصْد الإنفاق أيضاً في المُسْتَقْبل لعدم اسْتِحْقاق صرفه إلى حوائجه الأَصْلية وقت حولان الحول،»(الدر المختار مع الرد:2/11).

Print Friendly, PDF & Email