د السلام عليکم پر ځای سلام عليکم ويل ؟

زه دا پوښتنه لرم، د السلام علیکم پرځای سلام علیکم ویل دا صحیح دی که نه – زاهد له غرني څخه .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

«السلام عليکم» او «سلام عليکم» ويل دواړه جایز دي، ځکه سلام عليکم د ملائيکو سلام دی جنتيانو لره ، لقوله سبحانه وتعالی: [وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ ، سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ] (سوره الرعد:۲۳-۲۴).

مګر افضل او غوره السلام عليکم ويل او ليکل دي (۱) .

مګر د السلام د صيغې او الفاظو تغيرول جواز نلري لکه : سلام الله عليکم ويل (۲) .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 (۱) : و قال الشيخ النووي رحمه الله : أن کلا صيغتين صحيح سواء کان سلام عليکم أم السلام عليکم، و الانسان مخير بینهما الا أن صيغة التعريف (السلام عليکم) أفضل (اذکار لنووي ص :۳۵۶).

(۲) : و ذکر في التاترخانية عن بعض اصحاب أبی يوسف أن سلام الله عليکم دعاء لا تحية (حاشيه ابن عابدين :۱/۶۶۶) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

Print Friendly, PDF & Email