کله چې کوچيانو له خپلو کورنيو سره سفر کوي نو مسافرانه لمونځ به ادا کوي؟

السلام عليکم ښاغلو ! زه له خوست څخه تاسې ته دغه مسيج پريږدم، زما څخه چا پوښتنه وکړه چې کوچیان چې کورنۍ او کږدۍ ورسره وي د سفر پر مهال به مسافرانه لمونځ کوي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسافر به د سفر پر مهال مسافرانه لمونځ په دوو شرطونو ادا کوي :

۱- دا چې د سفر مسافه ۸۴ کيلومتره یا تر هغه زياته وي .

۲- دا چې د سفر د اقامت نيت مو تر نيمي مياشتې يا (۱۵) ورځو کم وي (۱).

کوچيان او يا د خيمو واله خلک چې کله په سفر روانيږي او دوی د سفر پر مهال په کومه سيمه کې واړوي خيمې يا کږدې ووهي کچيرې يې نيت له ۱۵ ورځو کم وي نو مسافرانه لمونځ به کوي مګر که د اقامت او اوسيدو نيت يې له ۱۵ ورځو زيات وي نو بیا مسافرانه لمونځ نشته (۲).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱):«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

(۲):من سافر ووُضِع مؤقتًا في مخيم، فهل له الجمع والقصر؟ جواب:فإذا كنت في أثناء سفرك لم تنو الإقامة في المكان الذي تمر ….، فلك أن تقصر الصلاة الرباعية، وتترخص بسائر رخص السفر، حتى وإن أقمت أكثر …. ما دمت ابتداء لم تنوِ ذلك، ولم تعلم هل ستقيم ….، أم أقل، أم أكثر (مرکز الفتاوی رقم: ۳۱۶۶۵).

Print Friendly, PDF & Email