د شعبان د پنځلسمې شپې عبادت

موسوعة الفقهی وايي :د جمهورو فقهاوو په نزد د شعبان په پنځلسمه شپه باندې عبادت کول او دا شپه په عبادت رڼه کول مستحب دي (۱).

په دليل د دغه حديث شريف : «إِنَّ اللَّهَ يَطَّلِعُ لَيْلَةَ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ ، فَيَغْفِرُ لِجَمِيعِ خَلْقِهِ إِلا لِمُشْرِكٍ أَوْ مُشَاحِنٍ» (۲).

ژباړه: الله تعالی د شعبان د پنځلسم شپه پر خپلو بنده ګانو په داسې حال کې را خيږوي چې د مشرک او کينه کوونکي پرته خپلو ټولو بنده ګانو ته بښنه کوي.

مګر په دغه شپه باندې د عبادت لپاره اجماع او ټوليدل په سنتو کې اصل نلري …. (۳).

الله تعالی دې مونږ د عبادت، استغفار، توبې او دعا کولو توفيق راکړي .

نوټ : همدا نن د شعبان پنځلسمه شپه ده .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱): ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى نَدْبِ إِحْيَاءِ لَيْلَةِ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ (الموسوعة الفقهية :۲/۲۳۵).

(۲):حديث : ” إن الله يطلع . . . ” رواه ابن ماجه من حديث أبي موسى الأشعري 1 / 445 ، ط البابي الحلبي ، وقال محققه : في الزوائد : إسناده ضعيف . وقال المنذري : ورواه الطبراني في الأوسط ، وابن حبان في صحيحه ، والبيهقي من حديث معاذ . ، ورواه البزار ، والبيهقي من حديث أبي بكر الصديق رضي الله عنه بنحوه بإسناد لا بأس به ( تحفة الأحوذي 3 / 441 نشر المكتبة السلفية بالمدينة المنورة ) .

(۳):جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ عَلَى كَرَاهَةِ الاجْتِمَاعِ لإِحْيَاءِ لَيْلَةِ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ ، نَصَّ عَلَى ذَلِكَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ ، وَصَرَّحُوا بِأَنَّ الاجْتِمَاعَ عَلَيْهَا بِدْعَةٌ وَعَلَى الأَئِمَّةِ الْمَنْعُ مِنْهُ (الموسوعة الفقهية :۲/۲۳۶).

Print Friendly, PDF & Email