د جنابت او حيض په حالت د قرآنکریم اوريدل ؟

اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

ٶرور زما پوښتنه دا وه چى دا جنابت په وخت کى تلاوت اوريدل جاٸز ده او کنه – جاوید خان.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جنابت، حيض (مياشتني عادت) او نفاس پر مهال د قرآنکريم تلاوت او د قرآنکريم د مصحف مسحه کول حرام دي، په دلپل د دغه حديث شريف : «لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئاً من القرآن» (رواه الترمذي و ابن ماجه) (۱)

مګر د جنابت، حيض او نفاس پر مهال د قرآنکريم اوريدل جايز دي ځکه په اړه د منعې شريعي دليل نه دی راغلی (۲) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) وَيَحْرُمُ عَلَى الْجُنُبِ قِرَاءَةُ الْقُرْآنِ عِنْدَ عَامَّةِ الْعُلَمَاءِ مِنَ الْحَنَفِيَّةِ وَالْمَالِكِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ (الموسوعة الفقهية ۱۶/۵۳) .

مَطْلَبُ مَسِّ الْمُصْحَفِ …قوله تعالى { لا يَمَسُّهُ إلا الْمُطَهَّرُونَ } وَقَوْلُ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم { لا يَمَسُّ الْقُرْآنَ إلا طَاهِرٌ } (البدائع :۱/۳۳ ).

۲- وَأَمَّا الْجُنُبُ وَالْحَائِضُ فَتَحْرُمُ عَلَيْهِمَا الْقِرَاءَةُ ، وَيَجُوزُ لَهُمَا النَّظَرُ فِي الْمُصْحَفِ وَإِمْرَارُهُ عَلَى الْقَلْبِ (الموسوعة الفقهية :۱۳/۲۵۲).

Print Friendly, PDF & Email