د اسلام محاسن (ښيګڼې)،اسلام کامل او شامل دين دی

الحمد لله رب العالمين و العاقبة للمتقين ،و الصلاة و السلام علی المبعوث رحمة للعالمين أشرف الأنبياء و المرسلين علی آله و صحبه أجمعين ، اما بعد:

۱- اسلام کامل او شامل دين دی .

اسلام د ټولو ادیانو وروستی دين دی چې کامل او شامل دین دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسلام دِينًا][1] .

ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .

 [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ]

:اسلام د قيامت تر ورځې پورې کامل،پوره او شامل دین دی، د کومې ډلې، کوم قوم او کومې قبيلې او کوم هيواد او خاص وخت او زمان لپاره نه دی نازل شوی بلکي د اسلام رسالت عام دی د ټولې نړۍ د خلکو لپاره نازل شوی او خطاب يې ټولو هغو عامو وګړو ته دی کوم چې د عقل څښتان دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا] (سوره الاعراف:۱۵۸).

ژباړه: ووايه : ای خلکو ! يقينآً زه ستاسې ټولو لپاره د الله له طرف ( راليږل شوی) رسول يم .

تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا (سوره الفرقان:۱).

ژباړه: ډير برکتناک دی هغه ذات چې پخپل بنده يې فرقان (قرآن) نازل کړی دی، ددې لپاره چې د خلکو لپاره ويروونکی شي.

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ (سوره الأنبياء:۱۰۷).

ژباړه: مونږ ته نه يې ليږلی مګر د عالمونو لپاره رحمت .

او د کامل او شامل بل مطلب دا چې: د اسلام دين کامل او پوره دی د بل وضعي، ساختګي آيين او قانون سره هيڅ پيوند او يو ځای کيدل نه قبلوي او شامل دی د بشر د ژوند ټولو چارو او اړخونو لره او هيڅ تجزيه نه قبلوي کورنۍ نظام، ټولنيز نظام، اقتصادي نظام او سياسي نظام لپاره يې ټول احکام او بنسټونه کامل دي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ ] (سوره النحل:۹۰).

ژباړه:او مونږ پر تا باندې کتاب نازل کړی دی، په داسې حال کې چې د هر شي لپاره واضح بيان دی.

د مثال په توګه: قرآنکريم که هم کوم ساينسي کتاب نه دي بلکي د بشر د لارښوونې لپاره نازل شوی سربيره پر هغه د علم او طبعيت يو علمي معجزه هم ده، د قرآنکريم تقريباً (۶۷۰) آيتونه د ساينسي او عصري علم څخه بحث کوي(علوم القران / دوکتور ابراهيم اوغلو).

فرانسوي ډاکتر «موريس بوكاي» شل کاله په قرآنکريم کې علمي څيړنې وکړې تر څو په هغه کې غلطي ومومي مګر يوه غلطي يې هم پکې پيدا نه کړه بيا يې په دې باندې اعتراف وکړ چې دا د رب العالمين کتاب دی او ويې ويل :«قرأتُ القرآن بإمعان ، و وجدته هو الکتاب الوحيد الذي یضطر المثقف بالعلوم العصرية و أن يؤمن بأنه من الله تعالی لا یزيد حرافاً و لاينقص» {قرآن مې په پوره دقت سره ولوست ، او هغه مې يوازنی کتاب وموند چې د عصري علومو سره موافق وو او په دې باور وکړه چې هغه د الله تعالی د جانبه دی نه پکې کوم توری زيات دی او نه پکې کم } (قناة الهداية لمقارنة الأديان).

او داسې کامل او شامل دين دی چې د انسان ايماني او مادي، ظاهري او باطني جسماني او روحي اړخونه يې ټول په نظر کې نيولي د انسان د مادي او معنوي او روحي قوو تر منځ يې تعادل قايم کړی کچېرې انسان يوازې مادي او نفسې اړخ په نظر کې ونيسي او روحي او معنوي اړخ پريږدي نو يوازې به د خپلو نفسي خواهشاتو په ګرداپ کې را ګير شي چې بيا به يو اشرف المخلوق انسان له حيوان څخه هم پست او ذليل وي او کچيرې يوازې معنوي اړخ په نظر کې ونيول شي او مادي پريښودل شي نو د انسان دنيوي ژوند به له فلج سره مخ شي د اسلام سپچيلي دين دواړو اړخونو ته پوره توجه کړې ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الآخِرَةَ وَلاَ تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا…(سوره القصص:۷۷).

ژباړه: او ته په هغه مال کې چې تا ته الله درکړی دی د آخرت کور (جنت) لټوه، او له دنيا نه خپله برخه مه هيروه.

[وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي]

: او د اسلام دين ستر اللهي نعمت دی، الله تعالی د نعمت لفظ خپل ځان ته راجع کړي چې په عظمت او اهميت باندې دلالت کوي، ځکه چې اسلام د دنيا او آخرت سعادت او نيکمرغي ده .

رښتيا هم چې د اسلام دين ستر اللهي نعمت دی، کله چې يو يهودي له عمر رضی الله عنه څخه دغه ايت وارويد نو يهودي وويل: کچيرې په يهوديانو باندې دغه ايت نازل شوی وی نو مونږ به هغه ورځ خپل اختر ګرځولی وو .

د يهودي په ځواب عمر رضی الله عنه وويل: دا آيت په حج الوداع کې چې نبي صلی الله عليه وسلم په عرفات باندې ولاړ وو د جمعې په ورځ باندې نازل شوی دی (د جمعې ورځ د مسلمانانو اختر دی).

[وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسلام دِينًا]

: او اسلام هغه دين دی چې د رب العالمين لخوا زمونږ لپاره خوښ او ټاکل شوی دی او اسلام پرته بل دين الله تعالی ته د قبول وړ نه دی،﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [آل عمران: 85].

که څوک په مسیحت يا یهوديت کې يا کوم بل دين کې ژوند تير کړي او ټول ژوند په عبادت باندې تير کړي، الله تعالی ته د قبول وړ نه دی، نيک عمل يې نه قبليږي ځکه چې آسماني اديان د اسلام په نزول سره منسوخ شوي دي او الله تعالی ته  يوازې اسلام د قبول وړ دین دی.

آن لاين اسلامي لارښود

———————–

[1] – سوره المائده :۳ .

Print Friendly, PDF & Email