د کافرانو په هوټلونو کې خوراک کول څه حکم لري ؟

۱- د کافرانو په هوټلونو کې خوراک کول جایز دي او کنه.؟

۲-  که د یو قصاب د عقیدې نه سړی ناخبره وي.  ددغه قصاب نه غوښه اخستل جواز لري او کنه؟

انورالحق – هری پور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غير مسلمو (کافرانو ) په هوټلونو کې په خوراک کې د غوښې پرته نور شيان او په څښاک کې د نشه لرونکو پرته نور د څښاک شيانو خوړل جايز دي ځکه چې د خوراک او څښاک په شيانو کې اصل اباحت دی مګر دا چې د يو شي څخه شريعت منع کړي وي .

او د هغه حيوان غوښه حلاله ده چې مسلمان يا اصيل اهل کتاب ذبحه کړی وي ځکه چې په اوس عصر کې ځنې اهل کتاب په الحاد باندې باور لري او هسې په نامه اهل کتاب دي .

او دا چې اهل کتاب به حيوان په شرعې طريقه چې د مری پرې کول دي ذبحه کړی وي او د غير الله په نوم به نه وي چې اوس مهال په اکثرو هيوادونو کې حيواناتو ته برقي شارت ورکول کيږي کچيرې د برقي شارت سره مړ شي نو د مردارې حکم لري [1].

نو په اوس عصر کې د یقين پرته د اهل کتابو ذبحه هم شکمنه ده، او د شکمنو شيانو څخه پرهيز کول پکار دي.

او د اهل کتاب پرته د نورو مشرکينو او ملحدينو ذبحه او غوښې خوړل جواز نه لري .

په غير مسلمو هيوادونو کې د حلالې ذبحې په اړه د هماغه هيواد اسلامي مراکزو ته پوره معلومات وي د هغوی سره دې اړيکه ونيول شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

______________________________________________________________

[1] – جاء في ” الموسوعة الفقهية ” ( 26 / 199 ) :

إذا غاب الكتابيّ على الذّبيحة فإن علمنا أنّهم يذكّون : أكَلْنا ، وإن علمنا أنّهم يستحلّون الميتة كنصارى الأندلس ، أو شككنا في ذلك : لم نأكل ما غابوا عليه … وقال ابن شعبان : أكره قديد الروم وجبنهم ؛ لما فيه من أنفحة الميتة ، قال القرافي : وكراهيته محمولة على التحريم لثبوت أكلهم الميتة ، وأنهم يخنقون البهائم ويضربونها حتى تموت .

انتهى .

جاء في قرار المجمع الفقهي السابق :

يجوز للمسلمين الزائرين لبلاد غير إسلامية أو المقيمين فيها أن يأكلوا من ذبائح أهل الكتاب ما هو مباح شرعا ، بعد التأكد من خلوها مما يخالطها من المحرمات ، إلا إذا ثبت لديهم أنها لم تذك تذكية شرعية .

انتهى .

ويمكنك الاستعانة بالمراكز الإسلامية في بلادكم ، فقد يكون لديها علم بحال مصانع اللحوم والقوانين التي تنظمها .

Print Friendly, PDF & Email