په قرآنکريم کې د ځنو کلماتو د تکرار حکمت

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته، شاولی ځاځی يم ، زه يوه پوښتنه لرم هغه داسې چې ولی په  قرانکريم کې ځنې آيتونه تکراری ډول راغلی دي ؟ حکمت يې څه دی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يقيناً چې قرآنکريم د لفظ، معنی، بلاغت او فصاحت له اړخ د الله تعالی يو معجز کتاب دی،او د قرآن په مثل او شان بل هيڅ کتاب د ځمکې پر مخ نشته .

په هره آيت، هره کلمه او هر توري کې يې يو حکمت او علم موجود دی، په قرآنکريم کې چې ځنې کلمات يا قصص تکرار بيان شوي دي په هغه کې هم يو حکمت موجود دی چې ځنې په لاندې ډول دي :

۱- تأکيد :

په قرآنکريم کې ځنې کلمات د تاکيد، تنبه (خبرولو) او د موضوع د اهميت لپاره تکرار شوی وي چې لوستونکی د هغه اهميت او عظمت ته متوجه کوي .

لکه د الله تعالی دغه قول :[ وَقَالَ الَّذِي آمَنَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ * يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ] (سوره غافر :۳۸-۳۹).

دلته د « يَا قَوْمِ » نداء او آواز د تاکيد او د تنبه لپاره تکرار شوی دی .

۲- قرآني بلاغت :

په عربي ژبه کې د تکرار بلاغت ثابت دی، قرآنکريم چې يو معجز کتاب دی او د هغه وخت د فصاحت او بلاغت خاوندانو ته يو چلنج وو ، په قرآنکريم کې په يو عجيب او حيرانوونکي شان سره دغه بلاغت کارول شوی دی داسې چې د تکرار الفاظ يو شان خو د هرې جملې احوال او اسلوب او مقصد بل شان وي لکه د «الرحمن» په سورت کې «فبأي آلاء ربکما تکذبان»

او همدارنګه لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړه تاکيد دی چې پر انسان باندې الله تعالی کوم نعمتونه کړي دي د هغه د يادولو تاکيد دی .

د الله تعالی د سترو نعمتونو چې پر انسان باندې کړي دي هغه يې اشرف المخلوق ګرځولی دی خو بيا هم د دومره لويو نعموتونو څخه انکار کول او د دومره لويې هستۍ او د انسانان او پيریانانو د خالق (جل جلاله ) څخه انکار کولو د ستر ظلم په مقابل کې که دوی ته زر ځله خطاب وشي هم کم دی .

۳- د خبرې د اوږديدو د مخنيوي لپاره :

چيرې چې خبره او مطلب اوږديږي او هلته ددې ويره وي چې لوستونکی به اول مطلب هير کړي نو دوهم د تجديد او نوي کولو لپاره تکراريږي .

لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی : ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُواْ السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُواْ مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ (سوره النحل :۱۱۹).

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُواْ مِن بَعْدِ مَا فُتِنُواْ ثُمَّ جَاهَدُواْ وَصَبَرُواْ إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ (سوره النحل :۱۱۰).

دلته د « ثُمَّ» لفظ د تجديد لپاره تکرار شوی دی .

او نور ډير حکمتونو پکې دي چې د مطلب د اوږديدو له ويرې په همدې باندې بسوالی کوو .

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email