په اوسني عصر کې د اسلامي هيوادونو نظام بايد څه ډول وي ؟

نه پوهيږم په دي اړه مي دډيرو ملګرو سره بحث کړی دی خو نه ما قناعت ور کړی دی نه هغوی ماته په دي اړه چي په اوسنی عصر کي بايد داسلامي هيوادونو لپاره کوم قسم نظام (جمهوري،ديموکراتيک او داسي نور…)غوره دی البته په دي خو ټول عقيده لرو چي دمسلمانانو قانون او نظام بايد سوچه اسلامي وي خو که نن موږ موجوده اسلامي هيوادونو ته وګورو آيا د اسلامي نظام په حيث يي نظام ومنو؟

بعضی کسان دا مفکوره لري چي په نن عصر کي سوچه اسلامي نظام نه شي جوړيدلاي حتمن به د بين المللی قوانينو او ديموکراسي رعايت کوې که نه نو بيا حکومت نه شي کولای؟

محمد حسن – هلمند

————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړي اسلامي نظام کوم نظام دی ؟

لومړی بايد په نن عصر کې ټول مسلمانان په دې باندې پوه وي چې اسلامي نظام څه ډول نظام دی، اسلامي نظام هغه نظام دی چې لاندې شرايط پکې موجود وي :

۱-  د اسلام د سياسي نظام قانون، فيصلې او عمل بنسټ به اسلامي شريعت وي:

يعنې د قانون،شرع، تحليل ، تحريم ، أمر او نهی حکم هغه الله تعالی لره ( د هغه را ليږل شوي اسلامي شريعت لره دی) چې د ځکمو او آسمانونو مالک او واکدار دی .

الله تعالی فرمايي : [إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ]،يعنې حکم نشته مګر يوازې الله لره ( د شرع ، قانون ، حلال ، حرام ، أمر او منع حکم يوازې الله تعالی لره دی ، يوازې د الله تعالی لخوا راليږل شوی اسلامي شريعت دی .

۲- د اسلامي شريعت سره به کوم بل طاغوتي قانون نه وي جمع شوی

ځکه اسلام د هيڅ طاغوت سره جمع کيدل نه مني .

په صدر اسلام کې مشرکينو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وړانديز وکړ چې مونږ د ستا د دين پيروي وکړو ته زمونږ د دين پيروي وکړه، د دوی په ځواب کې دغه آیت شريف نازل شو « لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ » ( ستاسې لره خپل دين او ما لره خپل دين دی ).

۳- د اسلامي شريعت تطبيق به شامل وي :

د الله تعالی د شريعت تطبيق به شامل وي جزيي به نه وي د الله تعالی شريعت شامل دی عقيدې، اخلاقو لره او همداسې شامليږي شعائرو او معاملاتو لره نو هغه شامل نظام دی چې هيڅ ويش او تجزیه نه مني،

پس هغه کسان چې د غير الله څخه د نظام ځنې برخې اخلي داسې دي لکه د غير الله څخه چې ټول نظام اخلي نو دا کسان د جاهليت پر حکم باندې راضی شوی دي او د الله تعالی د حکم څخه يې سر غړونه کړې ده په حديث شريف کې راغلي«مَنْ حَالَتْ شَفَاعَتُهُ دُونَ حَدٍّ مِنْ حُدُودِ اللَّهِ، فَقَدْ ضَادَّ اللَّهَ»

ژباړه : {څوک چې د الله تعالی د حدودو څخه په يو حد کې شفاعت کوي نو هغه کس د الله تعالی حکم مات کړ او يا هغه د الله تعالی پر وړاندې د جنګ اعلان وکړ}.

دا يوازې په يو حد کې د سپارش کولو او شفاعت خبره ده نو تاسې فکر وکړئ هغه څوک چې د حدودو د عملي کولو پر وړاندې خنډ دي او يا يې هيڅ نه عملي کوي نو هغوی په ښکاره توګه د الله تعالی د دين پر وړاندې جګړه پيل کړې ده .

دوهم اسلام کامل دی دی :

اسلام د قيامت تر ورځې پورې د بشر د ژوند د ټولو چارو لپاره کامل او  شامل نظام دی، کامل کورنۍ نظام، ټولنيز نظام، سياسي او اقتصادي نظام لري او د طاغوتي ديموکراسۍ، د کفر او طاغوت قانون او نظام ته هيڅ اړتيا نه لري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا] (المائده:۳ ).

هغه د اسلام سياسي نظام وو چې په ډيره لنډه موده کې یې د نړۍ له مخ څخه د جاهليت تور ټغر ټول کړ، په ۳۶ هجري کال د اسلام رڼا تر کابل پورې را ورسيده ، په ۹۲ هجري کال کې د اسلام (۱۲۰۰۰) فوج د اورپا يولک پر مختللي فوځ ته ماتي ورکړه او اسلام اورپا ته داخل شو، په هسپانه، پرتګال، بلجيم او جنوبي فرانسه يې ۷۰۰ کاله حکومت وکړ او هلته يې د علم او انسانيت ډيوه بله کړه، په ۹۳ هجري کال کې د محمود غزنوي په مشرۍ اسلامي فوځونه د هند لويې وچې ته داخل شول او هلته يې د اسلام ديوه بله کړه، او وروسته بيا په نيمه نړۍ باندې عثماني خلافت ۶۰۰ کاله د عدل او امن حکومت کړی دی، آيا دا اسلامي نظام وو او که د نن زماني ذليله شرميدلې طاغوتي ديموکراسي وه چې مسلمانان يې له هر راز ذلت سره مخامخ کړي دي ؟.

طاغوتي نظام چې پر هغه نوم سره وي باطل دی :

د پورته شرايطو پرته هر نظام چې له طاغوت څخه کاپي شوی وي که څه د اسلامي قانون سره جمع شوی وي، يا ځنې شيان له اسلام او ځنې له کفري غرب څخه اخيستل شوي وي ولو که هر نوم ولري (ديموکراسي ، جمهوريت ، ديموکراتيک او نور ) شرعاً باطل دی، او هيڅ مسلمان ته د منلو وړ نه دی،ځکه کچيرې يو مسلمان دغه نظام ومني نو هغه به لاندې شيان عقيداً قبلوي :

۱- سود به حلال ګڼې ځکه چې په جمهوريت او ديموکراسۍ کې سودي نظام حلال او مباح دی .

۲- زنا او لواط به د رضايت په صورت کې حلال ګڼل کيږي ځکه چې د ټولو وضعي او جمهوري نظامونو په قانون کې حلال بلل شوي دي .

۳- أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ( په نيکو کارونو امر او د بدو کارونو څخه منع کول) چې د اسلامي امت لويه فريضه ده، دا به جرم او د خلکو په فردي اعمالو کې مداخله بلل کيږي .

۴- د حدودو جاري کول او په اسلامي شريعت باندې فيصلي کول به نه وي ځکه چې حدود د ملل متحد په قانون کې ظلم دی او دوی د ملل متحد قانون منلی دی.

۴- د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ اختلاط، سفر او نور چې په اجماع د امت حرام دي، دا به حلال ګڼل کيږي ځکه چې دا د ديموکراسۍ او جمهوريت ستر رکن او بنسټ دی.

۵- موسيقي، نچا او رقص به د روح غذا بلل کيږي .

نو يو مسلمان چې پورته څو شيان چې يوازې د نمونې په ټوګه بيان شول و مني نو د هغه په ايمان او اسلام کې څه پاتې شول ؟

و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email