د قرانکریم لفظي زدکړه څه حکم لری؟

د قرانکریم لفظی زدکړه څه حکم لری؟

محمد لايق حبيبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم دومره زده کړه چې لمونځ ورباندې صحي شي لکه : سوره فاتحه او څو نور سورتونه زده کول ، يادول او د تجويد دومره احکام زده کول چې قرآئت ورباندې صحي شي په مسلمان نارينه او ښځه باندې فرض دي، د هغه څخه زيات د ټول قرآن زده کړه او تلاوت سنت او مستحب دی چې لوی فضيلت لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن قرأ القرآن وعمل به ألبس والداه تاجاً يوم القيامة ضوءه أحسن من ضوء الشّمس في بيوت الدنيا فمَا ظنُّكم بالّذي عمل بهذا» (رواه  أبو داود والحاكم، وقال: صحيح الإسناد).

ژباړه: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه کوم چې د دنيا په کورونو کې وي ډيره ښايسته وي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي.

او د قرآنکريم تفسير او حفظ په امت باندې فرض کفايي دی که يوه ډله يې زده او ياد کړي د نورو مسلمانانو غاړه ورباندې خلاصيږي[1] .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – يجب على كلِّ مسلمٍ حِفْظُ ما تَصِحُّ به صلاتُه من القرآن بالإجماع[4]. وهو الفاتحة، ومقدار ما يجزئ بعدها – عند مَنْ يقول بوجوب القراءة بعد الفاتحة؛ لأنَّ من القواعد المقرَّرة في الشَّريعة: أنَّ ما لا يتمُّ الواجب إلاَّ به فهو واجب، والصَّلاة واجبة ولا تتمُّ إلاَّ بالفاتحة، ومقدار ما يجزئ بعدها – عند مَنْ يقول بوجوبه .

مراتب الإجماع، لابن حزم (ص 156)؛ الفواكه الدواني (2/ 124)؛ شرح الزرقاني على مختصر خليل (7/ 18)؛ فتح الباري (8/ 702)؛ آداب المشي إلى الصلاة (ص 31)

و جاء في حاشية ابن عابدين و جاء:

مَبْحَثُ الْقِرَاءَةِ ( قَوْلُهُ وَمِنْهَا الْقِرَاءَةُ ) أَيْ قِرَاءَةُ آيَةٍ مِنْ الْقُرْآنِ , وَهِيَ فَرْضٌ عَمَلِيٌّ فِي جَمِيعِ رَكَعَاتِ النَّفْلِ وَالْوِتْرِ وَفِي رَكْعَتَيْنِ مِنْ الْفَرْضِ كَمَا سَيَأْتِي مَتْنًا فِي بَابِ الْوِتْرِ وَالنَّوَافِلِ . وَأَمَّا تَعْيِينُ الْقِرَاءَةِ فِي الأُولَيَيْنِ مِنْ الْفَرْضِ فَهُوَ وَاجِبٌ , وَقِيلَ سُنَّةٌ لا فَرْضٌ كَمَا سَنُحَقِّقُهُ فِي الْوَاجِبَاتِ , وَأَمَّا قِرَاءَةُ الْفَاتِحَةِ وَالسُّورَةِ أَوْ ثَلاثِ آيَاتٍ فَهِيَ وَاجِبَةٌ أَيْضًا كَمَا سَيَأْتِي .

ويقول المُلا علي القاري الحنفي: “ينبغي أن تُراعى جميع قواعدهم وجوباً فيما يتغيّر به المبنى ويفسد المعنى، واستحباباً فيما يحسن به اللّفظ ويستحسن به النّطق حال الأداء”. وأما اللحن الخفي فقال: “لا يُتصور أن يكون فرض عين يترتب العقاب على قارئه لما فيه من حرج عظيم” “شرح الجزرية” (ص/20).

Print Friendly, PDF & Email