د قيامت نښه : د امانت ضايع کيدل

په انسان کې امانت يو ديني او فطري بنسټ دی او خيانت ددې بنسټ خلاف دی :

حُذَيفه رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته دوه حديثونه بيان کړل چې يو مې عملاً وليد او د بل انتظار کوم، رسول الله فرمايل : «أَنَّ الأَمَانَةَ نَزَلَتْ فِي جَذْرِ قُلُوبِ الرِّجَالِ، ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ الْقُرْآنِ ثُمَّ عَلِمُوا مِنَ السُّنَّةِ». وَحَدَّثَنَا عَنْ رَفْعِهَا فَقَالَ: «يَنَامُ الرَّجُلُ النَّوْمَةَ، فَتُقْبَضُ الأَمَانَةُ مِنْ قَلْبِهِ، فَيَظَلُّ أَثَرُهَا مِثْلَ أَثَرِ الْوَكْتِ، ثُمَّ يَنَامُ النَّوْمَةَ، فَتُقْبَضُ فَيَبْقَى أَثَرُهَا مِثْلَ الْمَجْلِ، كَجَمْرٍ دَحْرَجْتَهُ عَلَى رِجْلِكَ فَنَفِطَ، فَتَرَاهُ مُنْتَبِرًا وَلَيْسَ فِيهِ شَيْءٌ، فَيُصْبِحُ النَّاسُ يَتَبَايَعُونَ، فَلا يَكَادُ أَحَدٌ يُؤَدِّي الأَمَانَةَ، فَيُقَالُ: إِنَّ فِي بَنِي فُلانٍ رَجُلاً أَمِينًا، وَيُقَالُ: لِلرَّجُلِ: مَا أَعْقَلَهُ وَمَا أَظْرَفَهُ وَمَا أَجْلَدَهُ، وَمَا فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ». وَلَقَدْ أَتَى عَلَيَّ زَمَانٌ وَمَا أُبَالِي أَيَّكُمْ بَايَعْتُ، لَئِنْ كَانَ مُسْلِمًا رَدَّهُ عَلَيَّ الإِسْلامُ، وَإِنْ كَانَ نَصْرَانِيًّا رَدَّهُ عَلَيَّ سَاعِيهِ، فَأَمَّا الْيَوْمَ فَمَا كُنْتُ أُبَايِعُ إِلاَّ فُلانًا وَفُلانًا»[1].

ژباړه : دا چې امانت د خلکو د زړونو په ريښو کې ايښودل شوی دی ،بيا يې دا مطلب له قرآن او سنتو څخه هم زده کړ، د الله پاک پيغمبر د امانتدارۍ د تللو په اړه وفرمايل :داسې وخت به راشي چې يو کس به بيده وي او د هغه د زړه څخه به امانتداري وځي نو د هغه اثر به د يو کم رنګه ټکي په څير په زړه کې پاتې شي ،بيا چې کله بيده شي نو د هغه څخه به امانتداري په کامله توګه ووځي چې یوازې دومره اثر به يې پاتې وي لکه د يو کارګر د لاس اثر ،لکه د اور سکروټه چې پر خپله پښه و لغړوې نو هغه باد کړ شي ، ته هغه راوتلې وينې (تڼاکه) مګر په حققت کې څه شی نه وي، خلک به يو له بل سره را کړه ورکړه کوي مګر داسې څوک به نه پيدا کيږي چې امانت ادا کړي، تر دې چې خلک به وايي په فلاني قوم کې يو ډير امانت دار کس موجود دی او همدارنګه به د يو کس په اړه ويل کيږي چې هغه څومره د عقل څښتن، زيرک او زرنګ دی حال دا چې د هغه په زړه کې به د سپينلي د دانې قدرې ايمان هم نه وي.

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لا إيمانَ لِمَن لا أمانةَ له، ولا دِينَ لِمن لا عهدَ له»[2].

ژباړه : کامل ايمان نشته په هغه چا کې چې د امانت خيال نه کوي او کامل دين نشته په هغه چا کې چې پر وعده باندې وفا نه کوي.

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «يُطبَعُ المؤمنُ على كلِّ خُلَّةٍ غيرَ الخيانةِ والكذبِ»[3] .

ژباړه : مؤمن په هر خوی او خصلت سره موصوف کيدای شي پرته له خيانت او درواغو څخه .

عروة بن زبير رضی الله عنه فرمايلي : «ما نقضت أمانة الرجل إلا نقض إيمانه»

ژباړه : په امانت کې خيانت کول د سړي د ايمان په نقصان باندې دلالت کوي.

مګر د وخت په تريدو او د اخلاقو په فساد سره به امانت د خلکو له زړونو څخه پورته شي .

زید بن ثابت رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي :«أولُ ما يُرْفَعُ مِنَ الناسِ الأمانَةُ ، وآخرُ ما يبقَى مِنَ دينِهم الصلاةُ ، ورُبَّ مُصَلٍّ لا خلاقَ له عندَ اللهِ تعالى»[4].

ژباړه : لومړی چې د خلکو څخه پورته کيږي هغه امانت دی او د دوی د دين څخه چې آخري پاتې کيږي هغه لمونځ دی، او دا چې په ظاهرې بڼه به لمونځ کوي (نه به پوهيږي چې څه وايم) د الله په نزد به د هغه څه اجر نه وي[5] .

ځکه چې لمونځ هغه لمونځ دی چې لمونځ کوونکی له بدو کارونو څخه منع کړي [إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ][6] .

ژباړه: يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي.

ابن مسعود رضی الله عنه وايي : د چا لمونځ چې په نيکۍ باندې امر کوونکی او د بدۍ څخه منع کوونکی نه وي نو هغه به الله تعالی ته د نږديوالي پر ځای د لرېوالي سبب وي (رواه أحمد في الزهد و الطبراني في الکبير و البيهقي في الشعب ).

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو عرابي پوښتنه وکړه چې قيامت به کله راځي و يې فرمايل : «فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ». قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا؟ قَالَ: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ»[7].

ژباړه : کله چې امانت ضايع شي نو د قيامت انتظار کوه ، هغه پوښتنه وکړه : امانت څنګه ضايع کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې کارونه نا اهله کسانو ته وسپارل شول نو د قيامت انتظار کوه .

۲۸- په امين باندې بې اعتمادي او د خاين اعتبار :

جناب نبي صلی الله عليه وسلم مونږ ته خبر را کړی دی چې داسې وخت به پر تاسې باندې راشي چې امين کس به خاين او په خاين به باور کيږي، رښتيا ويونکی به درواغجن او درواغجن به رښتيا ويونکی بلل کيږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « سَيأتي على الناسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ ، يُصَدَّقُ فيها الكَاذِبُ ، و يُكَذَّبُ فيها الصَّادِقُ ، و يُؤْتَمَنُ فيها الخَائِنُ ، و يُخَوَّنُ فيها الأَمِينُ ، و يَنْطِقُ فيها الرُّوَيْبِضَةُ . قيل : و ما الرُّوَيْبِضَةُ ؟ قال : الرجلُ التَّافِهُ ، يتكلَّمُ في أَمْرِ العَامَّةِ »[8].

ژباړه : ژر به پر خلکو باندې د چل او فريب کلونه راشي چې په هغه وخت کې به درواغ ويونکی رښتيا ويونکی شميرل کيږي، او رښتيا ويونکی به درواغ ويونکی بلل کيږي، په خاينانو به اطمنان او باور کيږي مګر امانت دار به خيانت کوونکي بلل کيږي، او روبيضة به داسې خبرې کوي ، چا وويل روبيضة څوک دی ؟ کثيف او فاسد سړی چې د خلکو په عامه امور کې به خبرې کوي .

آن لاين اسلامی لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري :۶۴۹۷.

[2] – أخرجه أحمد (۱۲۵۶۷)، الترغيب والترهيب:۴/۷۷.

[3] – رواه الترغيب و الترهيب :۴/۵۳ ، رواته رواة الصحيح.

[4] – صحيح الجامع :۲۵۷۵.

[5] – في (فيض القدير): “ورب مصل” آت بصورة الصلاة “لا خلاق له عند الله” أي لا نصيب له عنده من قبولها والإثابة عليها.

[6] – سوره العنکبوت :۴۵ .

[7] – رواه البخارى:۵۹.

[8] – السلسلة الصحيحة : ۴ / ۵۰۸، أخرجه ابن ماجه :۴۰۳۶ واللفظ له، وأحمد :۷۹۱۲.

Print Friendly, PDF & Email