انس بن مالک رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مِنَ اقْتِرَابِ السَّاعَةِ أنْ يُرَى الْهِلالُ قَبَلًا فيُقالُ : لِلَيْلَتَيْنِ وأنْ تُتَّخَذَ المَسَاجدُ طَرُقًا وأنْ يَظهَرَ موتُ الفَجأةِ »[1].
ژباړه :{د قيامت د نږدې کيدو له نښو څخه دا دي : چې نوی را ختلې مياشت ( داسې لويه ) ښکاري لکه د دوو ورځو او دا چې جوماتونه لار وګرځول شي (تحية المسجد پکې نه کوي او يا په جومات باندې داسې تيريږي لکه په لاره باندې چې لمونځ پکې نه کوي ) او دا چې ناچاپي مرګونه ښکاره شي} .
د وفات څخه مخکې ناروغي مؤمن ته دا چانس ورکوي څو وصيت وکړي، په خپلو اعمالو غور وکړي، توبه وباسي، مګر په ناچاپي مرګ کې بيا دا چانس نشته .
او په نن عصر کې مونږ وينو چې په بيلابيلو سببونو ناچاپي مرګونه څومره ډير شوي دي لکه : د زړه سکته، دوماغي سکته، ترافيکي پيښې او نور .
ناچاپي مرګ د هغه چا په حق کې رحمت دی چې ژوند يې د الله تعالی په اطاعت کې تير کړی وي او هميشه يې مرګ په ياد وي خو د هغه چا لپاره عذاب دی چې مرګ يې هير وي او ژوند يې د الله تعالی د عبادت او اطاعت پر ځای په شهوت پرستۍ او سرکشی کې تير کړی وي .
عايشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مرګ فجات په اړه پوښتنه وکړه نو ويې فرمايل : «رَاحَةٌ لِلْمُؤْمِنِ، وَأَخْذَةُ أَسَفٍ لِلْفَاجِرِ»[2].
ژباړه : (ناچاپي مرګ ) د مؤمن لپاره راحت دی او د فاجر لپاره ناچاپي نيول دي .
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – صحيح الجامع بالاسناد حسن :۵۸۹۹.
[2] – رواه أحمد والبيهقي في السنن الكبرى وعبد الرزاق في مصنفه، والطبراني في المعجم الأوسط،وصححه الحافظ العراقي في تخريج الإحياء.