د قيامت نښه :نا وړه کاونډيتوب او د خپلوی کټ کول

۲۳- د فحش ويلو او ناوړه ګاونډيتوب ښکاره کيدل :

عبدالله بن عمرٍو رضی الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی يَظْهَرَ الْفُحْشُ وَالتَّفَاحُشُ، وَقَطِعَةُ الرَّحِمِ، وَسُوءُ الْمُجَاوَرَةِ»[1].

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو پورې چې عملي او قولي بدکاري، د ژبې بد ګويي، او د خپلوی کټ کول او دګاونډې سره ناوړه سلوک کول ښکاره نشي .

الفحش : ټول عملي او قولي ناوړه کارونه .

التفاحش : د ژبې بد ګويي، د فحشاء خبرې، يو بل ته د ناوړه الفاظو استعمال او يو بل ته بد رد او ښکنځل کول چې ټول د اسلامي اخلاقو خلاف دي .

سُوءُ المجاورة : د ګاونډي سره بد سلوک کول، ګاونډي ته ضرر رسول او د هغه د حقوقو څخه نا خبرې او غفلت تر دې پورې چې خپل ګاونډی يې سخت ناروغ او يا وفات وي خو دی ورباندې خبر هم نه وي يا قصداً ځان نه خبروي .

۲۴- د خپلوی کټ کول :

په اسلام کې د خپلوی پر پاللو باندې ډير ټينګار شوی دی :

عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

« الرَّحمُ مَعَلَّقَةٌ بِالعَرْشِ تَقُول: مَنْ وصلني وَصَلَهُ اللَّه، وَمَن قَطَعَني، قَطَعَهُ اللَّه »[2].

ژباړه: رحم (د خپلوي پالل) په عرش پورې معلق دی چې وايي : چا چې زه وصل کړم هغه د الله سره وصل شو ، او چا چې زه پرې کړم الله به د هغه نه (خپل رحم ) پرې کړي .

انس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

« مَنْ أَحبَّ أَنْ يُبْسَطَ له في رِزقِه، ويُنْسأَ لَهُ في أَثرِه، فَلْيصِلْ رحِمهُ »[3].

ژباړه:څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إِنَّ أَعْمَالَ بَنِي آدَمَ تُعْرَضُ كُلَّ خَمِيسٍ لَيْلَةَ الْجُمُعَةِ فَلَا يُقْبَلُ عَمَلُ قَاطِعِ رَحِمٍ »[4] .

ژباړه: يقيناً د بنی آدم عملونه هره پنجشبنه د جمعې په شپه پورته کيږي مګر د خپلوي پرې کوونکي اعمال نه قبليږي .

د جبير بن مطعم رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي: « لا يَدْخُلُ الجَنَّةَ قَاطِعٌ » أي قاطع رحم .[5]

ژباړه: نشي داخليدای جنت ته هغه کس چې خپلوي پرې کوي .

مګر په اوسني عصر کې د خپلوانو حقونه تر پښو لاندې دي، د خپلوانو پالل نشته که وي هم ډير سست او ضعيف دي، د خپلوانو د مشلاتو او احتياجاتو څخه څوک خبر نه دي او يا ځان نه خبروي ،او په يوه وړه بهانه جوړولو سره خپلوي کټ کوي حال دا چې د خپلوی کټ کول دومره ستر جرم دی لکه څنګه مو چې په پورته احاديثو کې ولوستل نو همدا د خپلوی کټ کول د قيامت له نښو څخه يو نښه ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی يَظْهَرَ الْفُحْشُ وَالتَّفَاحُشُ، وَقَطِعَةُ الرَّحِمِ….»[6] .

ژباړه: تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو پورې چې عملي او قولي بدکاري، د ژبې بد ګويي، او د خپلوی کټ کول ښکاره او خپاره شي .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه أحمد و حاکم في المستدرک:اسناده صحيح.

[2] – رواه البخاري:۵۹۸۹ ، مسلم :۲۵۵۵.

[3] – رواه البخاري:۵۹۸۶، و مسلم :۲۵۵۷.

[4] – رواه أحمد:۱۶/۱۹۱ وإسناده صحيح .

[5] – حديث متفق عليه .

[6] – رواه أحمد و حاکم في المستدرک:اسناده صحيح.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي