د قيامت نښه : د حرص او بخل خپريدل

د شح او بخل خپريدل :

شح: د يوه شي د حاصلولو لپاره زيات حرص ته وايي داسې شی چې د بل په لاس کې وي .

بخل:  د شي د حاصلولو وروسته د هغه سره دومره محبت چې له خيرات او انفاق څخه مخ اړوي .

نو شح د مال د حاصلولو مخکې وي او بخل د مال د حاصلولو وروسته وي،او شح له بخل څخه بتره دی ځکه چې دا حرص دی چې نفس د انفاق، ښيګڼې او طاعت څخه منع کوي او شح يو نفسي ناروغي ده چې د ټولنې د تباهۍ سبب ګرځي، ځکه چې حريص کس هميشه د زياتوالی لپاره کوښښ کوي او په هغه څه باندې قناعت نه کوي څه چې د ده سره وي، نو ددې کار لپاره د حلالو او حرامو هيڅ خيال نه کوي او ځنې وخت حتی د ناحقه قتل سبب ګرځي نو د شح ناروغي يوه هلاکوونکي ناروغي ده .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه څخه منع فرمايلي : « اتَّقُوا الظُّلْمَ فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، واتَّقُوا الشُّحَّ فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مـَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ على أَنْ سفَكَوا دِمَاءَهُمْ واسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ »[1].

ژباړه : له ظلم څخه پرهيز وکړئ، ځکه ظلم د قيامت د ورځې تيارې دي، او د حرص څخه پرهيز وکړئ ځکه چې حرص د تاسې څخه مخکې خلک هلاک کړي او ددې سبب شو څو يو د بل نا حقه وينې تويې کړي او دوی لپاره چې څه حرام وو هغه يې حلال وګرځول.

د شح او بخل خپريدل د قیامت له نښو څخه دي :

«والَّذي نفسُ محمَّدٍ بيدِه لا تقومُ السَّاعةُ حتَّى يظهَرَ الفُحشُ والبُخلُ ويُخوَّنَ الأمينُ ويُؤتَمَنَ الخائنُ ويهلِكَ الوُعولُ وتظهَرَ التُّحوتُ ….»[2]

ژباړه : قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله عليه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی قيامت به قايم نشي څو پورې چې بدګويي او بخل ښکاره شي او په خاين به اطمنان او باور کيږي مګر امانت دار به خاين بلل کيږي، شريف خلک به لرې شي او حقير او نا اهله به ښکاره شي.

 او دلته یوازې په يو حديث باندې بسوالی کوو چې د انفاق او بخل پايله څه ده ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا»[3] .

ژباړه : داسې ورځ بنده ګان نه سبا کوي (هره ورځ ) مګر دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي، او بله يې وايي: ای الله! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ( نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

آن لاین اسلامي لارښود

[1] – رواه مسلم:۲۵۷۸ .

[2] – صحيح ابن حبان :۶۸۴۴.

[3] – رواه البخاري :۱۴۴۲.

Print Friendly, PDF & Email