د قيامت نښه :په ما أنزل الله (اسلامي شريعت) باندې د حکم ترک کول

الله تعالی فرمايي : [إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ]،يعنې حکم نشته مګر يوازې الله لره ( د شرع ، قانون ، حلال ، حرام ، أمر او منع حکم يوازې الله تعالی لره دی، يوازې د الله تعالی لخوا راليږل شوی اسلامي شريعت دی) .

مګر نن د الله تعالی د حکم (اسلامي شريعت ) پر ځای د انګليس ، فرانسې او غربي ديموکراسۍ پر وضعي قوانينو فيصلې او حکم کيږي .

رښتيا ويلي الله سبحانه وتعالی : [أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ][1].

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله تعالی  ښه حکم ورکولای شي ؟

د اسلامي شريعت پرته پر بشري قانون باندې حکم کول د قيامت له نښو څخه يوه نښه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «  لَتُنتَقَضَنَّ عُرَى الإسلامِ عُروةً عُروةً فكلَّما انتُقِضَتْ عُروةٌ تشبَّث النَّاسُ بالَّتي تليها فأوَّلُهنَّ نقضًا : الحُكمُ وآخِرُهنَّ : الصَّلاةُ»[2].

ژباړه: د اسلام اوامر او فرايض به يو پر بل پسې ماتيږي کله چې د اسلام يو حکم او فريضه ماته شي نو خلک په هغه باندې خپلې منګلې ټينګوي چې دوی ته نږدې وي، لومړۍ (فريضه) چې خلک به يې ماته کړي د الله تعالی په شريعت د فيصلي او حکم ترک کول دي او آخر د لمونځ ترک کول .

او د څه په اړه چې نبي صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی دی هغه نن ورځ را منځته شوي دي مونږ او تاسې وينو چې ډير اسلامي هيوادونه د کفر او غرب پر قانون باندې فيصلې کوي مګر په ځنو فرعي احکامو کې لکه : شخصي احوال او نورو کې د شريعت څه اثار شته نور په سياست ، حدودو ، او اقتصاد کې د اسلامي شريعت څه اثار نه ليدل کيږي بلکي د کفري غرب د قانون پيروي کوي .

انا لله و انا اليه راجعون .

د شرک زيادت او خپريدل :

شرک ستر خطر او ستر جرم دی کچيرې څوک د شرک په حالت کې وفات شي نو الله تعالی يې نه بښي.

[إِنَّ اللَّـهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّـهِ فَقَدِ افْتَرَىٰ إِثْمًا عَظِيمًا][1].

ژباړه: بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره دې (څوك) شریك كړى شي او هغه بخښي هغه (ګناه) چې له دې (شرك، یا كفر) نه كمه وي د چا لپاره چې وغواړي او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ډېره لویه ګناه راجوړه كړله.

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کومه ګناه لويه ده ؟ ويې فرمايل :

«أنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وهو خَلَقَكَ»[2] .

ژباړه : دا چې ته د الله سره شريک ونيسې او حال دا چې هغه ته پيدا کړی يې .

که څه هم شرک سخت خطرناک دی چې په اړه يې سخت وعيد راغلی خو بيا هم د امت ځنې کسان ورباندې اخته دي چې ځنې صورتونه يې په لاندې ډول دي :

الف): د هغو اشخاصو پيروي کول کوم چې د شريعت حلال حرام او حرام حلال ګرځوي.

ب): غير الله ته دعا او د هغه څخه غوښتنه کول په داسې کار کې چې د الله تعالی پرته د بل چا په توان کې نه وي .

ج): د الله تعالی پرته مخلوق ته تقرب کول لکه : سجده ، ذبحه ، دفع ضرر او جلب مصلحت .

د شرک خپريدل او په شرک باندې د خلکو اخته کيدل د قيامت له نښو څخه يوه نښه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی تَلْحَقَ قَبَائِلُ مِنْ أُمَّتِي بِالْمُشْرِکِينَ، وَحَتَّی تُعْبَد الأَّوْثَانَ»[3] .

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو زما د امت ځنې ډلې د مشرکانو سره يو ځای او څو هغه د بتانو عبادت وکړي .

او فرمايي : « لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی تَضْطَرِبَ أَلَيَاتُ نِسَاءِ دَوْسٍ عَلیَی ذِی الخَلَصَةِ»[4].

ژباړه: تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو د دوس د قبلې ښځې د «خَلَصَه» په نوم بت څخه عبادت و کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوه النسآء:۴۸.

[2] – رواه البخاري :۴۷۶۱.

[3] – رواه الترمذي و ابؤداود والحاکم .

[4] – رواه البخاري:۷۱۱۶و مسلم :۲۹۰۶.

[1] – سوره المائده :۵۰.

[2] – رواه صحيح ابن حبان:۶۷۱۵.

Print Friendly, PDF & Email