د اولاد غوښتلو لپاره لاندې شرعې اذکار د الله تعالی په اذن سره ګټور دي .
۱- استغفار ويل :
الله تعالی څخه د خپلو خطاوو او په عباداتو کې د نيمګړتيا په اړه بښنه غوښتل (استغفار) ويل د اولاد د طلب غوره وسيله ده .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا * يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا] (سوره نوح :۱۰-۱۲).
ژباړه : {نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى، دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي ، او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي}.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً ، ومن کل هم فرجاً ، ورزقه من حيث لا يحتسب» (رواه أحمد و أبوداود و الحاکم)
ژباړه : {چا چې پر ځان باندې استغفار کول لازم کړل ، الله تعالی به ده ته د ټولو سختيو او مصيبتونه څخه د وتلو لارې آسانه کړي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي}.
۲- د سيدنا زکريا عليه السلام دعا: [رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاء] (سوره آل عمران :۳۸).
ژباړه: اى زماربه! ما ته له خپلې خوانه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې.
او همدارنګه دا دعا : [رَبِّ لاَ تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ] (سوره الانبياء :۸۹).
ژباړه : اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې.
او د يونس عليه السلام دغه دعا : [لاَ إله إلا أنت سبحانکَ إني کنت من الظالمين]
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د ذي نون (يونس) عليه السلام پورته دعا چې د ماهي په خيټه کې يې خپل رب ته وکړه کوم مسلم بنده چې په دغه دعا سره د څه غوښتنه وکړي نو هغه به ضرور قبليږي (رواه الترمذي و النسائي و الحاکم ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود