د درواجنو دجالانو د درواغو تصديق کولو خطرناکې پايلې

د فساد، فتنو او وحشت ورکشاپ ځنې مشران د اشغال او طاغوتي ديموکراسۍ تر وزرونو لاندې داسې وحشت، بربريت او ظلم باندې لاس پورې کړی دی چې خپل باداران يې هم پرې شرميږي او عجيبه دا چې بيا د خپل ظلم، وحشت او بربريت پټولو يا د نورو بدنامولو لپاره دومره ستر ستر درواغ وايي چې ټول عالم يو طرف ته خو دوی بې شرمه او سپک او ذليل شوي بل طرف ته ولاړ وي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته پخوا خبرداری ورکړی دی چې زما په امت کې به داسې حاکمان او چارواکي پيدا شي چې دوی به په اسلام او سنتو عمل نه کوي ، ظالمان او درواغجن به وي « أمراءُ يكونون بعدي لَا يَهْتَدُونَ بِهُدَايَ ولا يستنُّون بسنَّتي »

او وروسته خپل امت ته خبر ورکوي چې هر چا د دوی د درواغو تصديق وکړ او د دوی سره يې په ظلم کې مدد وکړ نو هغوی زما څخه نه دي ( زما د امت څخه نه دي ) او چا چې د دوی د درواغو تصديق ونه کړ او د دوی سره يې په ظلم کې مرسته ونه کړه هغوی زما څخه دي او زه د دوی څخه يم او زه به د قيامت په ورځ د دوی شفاعت کوم (خپل حوض ته به يې رابولم) .

 «فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ لَيْسُوا مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُمْ وَلَا يَرِدُونَ عَلَى حَوْضِي، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ عَلَى كَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُمْ وَسَيَرِدُونَ عَلَى حَوْضِي» (رواه ابن حبان في صحيحه : ۱۷۵۱، الحاكم في المستدرك : ۲۴۴.)

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email