ديموکراسي چې د سيکولرزم سیاسي څانګه ده لومړی په (1789) کال کې د فرانسي په هيواد کې مينځته راغلي ، د سيلولرزم هدف د ژوند له چارو څخه د دين لرې کول او له منځه وړل او د ديموکراسۍ هدف د سياست څخه د دين له منځه وړل دي .
د فرانسې الحادي چارواکو د ټول بشريت شريف انسان، د بشريت لارښود او بشريت ته د وحشتونو څخه نجات ورکونکی د رب العالمين ورستي نازولی د ټولو پيغمبران امام محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي کولو ننګه وکړه او دا يې پر ډاګه وويل چې مونږ به د سيلولرزم او ديموکراسۍ له بيرغ څخه دفاع کوو .
کوم کسان چې نن د اسلامي شريعت پر ځای د طاغوتي ديموکراسۍ نارې پورته کوي له خپله ځانه سره قضاوت وکړئ چې آيا تاسې د خالص دين پر ځای د اسلام د سر سخته دوښمنانو لاره نه ده خپله کړې .
آيا پخپل نمايشي قانون کې مو د شريعت حلال حرام او حرام حلال نه دي ګرځولي ؟
فرانسه او انګليس د اسلامي امت پخواني سرسخته دوښمنان دي :
فرانسې او انګليس د عثماني خلافت د نړولو لپاره پخپل منځ کې تړون وکړ او لومړی کار يې دا وو چې د اسلامي خلافت څخه يې ځنې هيوادونه کټ کړل .
د اتلسمې پیړی په نيمايي کې ۱۲۷۴ ه – ۱۸۵۷م کال انګليس په هند باندې يرغل وکړ او هلته يې د هند د مغولو (بابريانو) ستر اسلامي حکومت چې د ظهر الدين محمد بابر لخوا يې بنسټ ايښودل شوی وو نسکور کړ .
او فرانسې په لويځه صحراء په ۱۲۴۶ ه – ۱۸۳۰م کال کې پر الجزائر يرغل وکړ او انګليس په ۱۳۰۰ ه – ۱۸۸۲م کال کې پر مسلمان مصر خپل يرغل وکړ او د لومړي نړيوال جنګ وروسته فرانسې پر سوريه او لبنان يرغل وکړ او هغوی يې له اسلامي خلافت څخه جلا او کټ کړل .
او همدارنګه په کال د ۱۲۴۶ ه-ق ۱۸۳۰ م کې د فرانسې لخوا پر الجزاير باندې يرغل وشو او هلته يو ميليون مسلمانان پر شهادت رسولي دي .
دا وو د اسلام سره د فرانسې د دوښمنۍ يو لنډ مثال .
آن لاين اسلامي لارښود