د قيامت نښه:د کاسيات، عاريات ښځو ښکاره کيدل

د بې حجابۍ، بې سترۍ او مخ لوڅۍ خپريدل د قيامت له نښو څخه يو نښه ده کوم چې دغه نښه اوس مهال په ښکاره توګه ليدل کيږي، ښځې بازارونو او لارو ته په داسې جامو کې وځې چې د فتنې ځايونه يې ښکاره وي .

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «صِنْفَانِ مِنْ أهلِ النَّارِ لمْ أرَهُما: قَوْمٌ معهم سِياطٌ كأذْنَابِ الْبقَرِ يَضْرِبونَ بِها النَّاس، ونِساء كاسياتٌ عارِياتٌ مُمِيَلاتٌ مَائِلاتٌ، رُؤُوسُهُنَّ كَأسْنِمةِ الْبُخْتِ المائِلَةِ لا يَدْخٌلنَ الجنَّة، ولا يجِدْنَ رِيحَهَا، وإنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مسِيرَةِ كذَا وكَذَا»[1].

ژباړه: په دوزخ کې دوې ډلی داسې دي چې تر اوسه ما نه دي ليدلې يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي (نری او باريکې جامې اغوندي) چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښ د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلې څخه مومي.

امام النوَوِي رحمه الله په شرح مسلم (۵/۷۱۰) کې ليکي : دا حديث د نبوت له معجزاتو څخه دی او هغه څه اوس ښکاره دي کوم چې په اړه يې نبی صلی الله عليه وسم خبر ورکړی دی .

له «أصحاب السیاط» څخه مطلب د حکومت ظالم چارواکي ،پوليس او نور هغه کسان دي چې د خپل رعيت سره بد سلوک کوي ، ناحقه ځورول ، وهل او بې عزته کول وي.

«الکاسيات » څو معناوې لري :

– د الله تعالی د نعمت پټول او شکر نه ايستل « کاسيات من نعمة الله،عاريات من شکرها».

– په جامو به پټې وي ( په نعمت کې به ژوند کوي) خو د خير کار ، اطاعت او آخرت څخه به بې پروا وي.

– د بدن څخه به يو شی د خپل جمال او ښايست د ښکاره کولو لپاره لوڅوي.

– ظاهراً به په جامه پټې وي خو جامه به يې داسې تنګه او يا نری وي چې د بدن د فتنې ځايونه به داسې ورڅخه ښکاري لکه چې لوڅه وي .

«مائلات مُمِيَلات» : د خپل زينت په ښکاره کولو سره به سړيو ته ميلان کوونکې وي او کوم کسان چې په زړه ناروغ دي هغوی به دوی ته ميلان کوونکي وي .

«رءوسهن کأَسنمة البخت » : ويښتان به يې د سر په پاسنۍ برخه کې د اوښ د بوکام په څير را ټول او درولي وي.

او ځنې علماء وايي : د اوښ بوکام اشاره ده کله چې د بيګانه سره مخامخ شي نو خپل سر به يې د اوښ د بوکام په شان پورته نيولی وي چې خپلې سترګې او سر به نه ښکته کوي .

او ځنې علماء وايي : د هغه ټول جمال به په سر او مخ کې جمع شوی وي نو د هغه د بدن لپاره به داسې وي لکه د اوښ بوکام، د اوښ بوکام لوړ وي نو د هغې شهوات ، زينت او جمال به هم په لوړه برخه کې چې سر او مخ دی موجود وي[2].

« لا يدخلن الجنة » : دوې معناوې لري :

– کومه ښځه چې حرام حلال وګڼې ( بې حجابي ) نو له اسلام څخه وځي کچيرې بې توبې وفاته شي نو هميشه به په دوزخ کې وي، هيڅکله به جنت ته داخله نشي .

– او دا چې په حرمت يې عقيده لري خو د دغه عمل څخه که توبه و نه باسي نو هغه به لومړي ځل د فائزينو (کامياب) سره جنت نه ځي، بلکي وروسته به د الله تعالی په اذن جنت ته داخليږي .

کومو مسلمانو خويندو چې د حجاب او حياء په برخه کې غفلت کړی وي نو هغو لره ښايي چې کلکه (نصوح) توبه وباسي څو په دغه سخت وعيد کې را نشي .

[1] – رواه مسلم ۲۱۲۸.

[2] – علامات الساعة / الشيخ نداء ابو أحمد :ص ۶۵ .

Print Friendly, PDF & Email