د قيامت نښه : د درواغو زیادت

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«سَيَكونُ في آخِرِ أُمَّتي أُناسٌ يُحَدِّثُونَكُمْ ما لَمْ تَسْمَعُوا أنتُمْ ولا آباؤُكُمْ، فإيَّاكُمْ وإيَّاهُمْ»[1].

ژباړه : په آخره زمانه کې به زما په امت کې داسې خلک پيدا شي چې داسې خبرې يا داسې احاديث به تاسې ته وايي چې نه تاسې اوريدلي وي او نه ستاسې پلرونو د دوی نه لرې اوسئ ( څو مو ګمراه نه کړي).

او فرمايي: «يَكونُ في آخِرِ الزَّمانِ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ، يَأْتُونَكُمْ مِنَ الأحادِيثِ بما لَمْ تَسْمَعُوا أنتُمْ، ولا آباؤُكُمْ، فإيَّاكُمْ وإيَّاهُمْ، لا يُضِلُّونَكُمْ، ولا يَفْتِنُونَكُمْ»[2].

ژباړه : په آخره زمانه کې به داسې درواغجن دجالان پیدا شي چې تاسې ته به داسې احاديث وړاندې کوي چې نه تاسې اوريدلي وي او نه ستاسې پلرونو، نو د دوی څخه لرې اوسئ تر څو تاسې ګمراه او په فتنه باندې اخته نه کړي.

او فرمايي : «لا تقومُ الساعةُ حتى تظهرَ الفِتَنُ ، و يَكْثُرَ الكذِبُ»[3].

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو فتنې ښکاره او درواغ ډير شي .

او مسلم شريف له جابر رضی الله عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا روايت نقل کړی دی : « ان بين الساعة کذَّابين فأحذروهم » ( قيامت ته نږدې به درواجن وي نو د هغوی څخه لرې اوسئ ).

او په نن زمانه کې خو ډير زيات درواغ دي هغه که د افرادو په کچه دي او که د ډلو او يا هيوادونو په کچه دي او يا په بيلابيلو رسنيو کې دي او يا هم په چاپي او صوتي ډول د کوم ثبوت پرته د اخبارو نقلول او خپرول دي چې دا خپله يو ډول درواغ دي او دا ټول د قيامت نښې دي .

صدق او رښتيا د رښتني مؤمن د سر تاج او د جنت لاره ده او درواغ د منافق نښه او د ټولو ناوړه کارونو بنسټ دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إلى البِرِّ، وإنَّ البِرَّ يَهْدِي إلى الجَنَّةِ، وإنَّ الرَّجُلَ لَيَصْدُقُ حتَّى يَكونَ صِدِّيقًا. وإنَّ الكَذِبَ يَهْدِي إلى الفُجُورِ، وإنَّ الفُجُورَ يَهْدِي إلى النَّارِ، وإنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذّابًا»[4] .

ژباړه : يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي تر دې پورې چې رښتيا ويونکی سړی د الله په نزد صديق وليکل شي، او یقيناً چې درواغ سړی د بدو کارونو طرف ته بيايي او بد کارونه سړی د اور طرف ته بيايي تر دې پورې چې درواغ ويونکی سړی د الله په نزد درواجن وليکل شي.

او همدارنګه داسې ډله به پيدا شي چې دوی به له سنتو څخه انکار وکړي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«يوشِكُ أنْ يقعُدَ الرجلُ مُتَّكِئًا على أَرِيكَتِهِ ، يُحَدِّثُ بحديثٍ مِنْ حديثي ، فيقولُ : بينَنَا وبينَكُمْ كتابُ اللهِ ، فما وجدْنا فيه مِنْ حلالٍ اسْتَحْلَلْناهُ ، وما وجدَنا فيه مِنْ حرامٍ حرَّمْناهُ ، ألَا وإِنَّ ما حرَّمَ رسولُ اللهِ مثلَ ما حرَّمَ اللهُ»[5].

ژباړه: په نږدې راتلونکې کې به داسې (وخت راشي) چې يو کس به پخپل کټ باندې تکيه وهلي وي ( په عيش کې به ژوند تيروي) او زما په احاديثو کې به خبرې کوي او هغه به وايي: زمونږ او تاسې په منځ کې قرآن دی، کوم څه چې په قران کې حلال دي هغه به مونږ حلال ګڼو او څه چې پکې حرام دي هغه به مونږ حرام ګڼو ، خبردار ! او څه چې رسول الله حرام کړي هغه داسې دي لکه چې الله تعالی حرام کړي وي.

شرح : سبحان الله ! رسول الله صلی الله عليه وسلم چې خپل امت ته د آخرې زمانې د فتنو په اړه کوم خبرداری ورکړی نن مونږ هغه په سترګو وينو ، يوه ډله چې لومړی په مصر کې منځته راغلي ځان ته قرانيين يا اهل قرآن وايي له سنتو څخه انکار کوي دا ډله يوه ګمراه ډله ده او دوی اصلاً د قرآن دوښمنان دي او اصلاً د قرآن څخه انکار کوي ځکه چې قرآن د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سنتو د پيروی حکم کړی دی :

  الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا][6].

ژباړه: او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ.

او فرمايي : [مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَما أَرْسَلْناكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً][7].

ژباړه: چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى.

او فرمايي: [وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى * إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى][8].

ژباړه: او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي ، نه دى دا (قرآن) مګر وحي ده چې (ده ته) وحي كول شي.

نا حقه ګواهي او شهادت :

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ تسليمَ الخاصَّةِ …. وشهادةَ الزورِ وكتمانَ شهادةِ الحقِّ»[1].

ژباړه: قيامت ته نږدې به (داسې وخت راشي ) چې سلام اچول به د پيژنګلوۍ پر بنا وي او په حق باندې ګواهي ورکول به پټ او ناحقه ګواهي به ورکول کيږي .

نا حقه ګواهي او د حق ګواهۍ پټول کبيره ګناه ده :

«أَلا أُنَبِّئُكمْ بِأكْبَرِ الْكَبائِر؟ » ثلاثاً قُلنا: بلَى يا رسولَ اللَّه: قال: « الإِشْراكُ بِاللَّهِ، وعُقُوقُ الْوالِديْن » وكان مُتَّكِئاً فَجلَس، فقال:«أَلا وقوْلُ الزُّورِ وشهادُة الزُّورِ » فَما زَال يكَرِّرُهَا حتَّى قُلنَا: لَيْتَهُ سَكَتَ[2].

ژباړه : آیا تاسې د لويو ګناهونو څخه خبر نه کړم ؟ او دا خبره يې دری ځله تکرار کړه ، مونږ وويل : هو يا رسول الله، ويې فرمايل: د الله تعالی سره شريک نيول، د والدينو نافرماني،ازيت او آزار ،او آنحضرت صلی الله عليه وسلم تکيه وهلي وه او ويې فرمايل : خبر اوسئ درواغ خبره او نا حقه ګواهي او دا خبره يې دومره تکرار کړه تر دې پورې چې مونږ وويل کاشکي نور يې نه تکرارولی .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه مسند أحمد ، اسناده صحيح :۵/۳۳۳و السلسلة الصحيحة :۲/۲۴۷.

[2] – حديث متفق عليه .

[1] – رواه مسلم :۶.

[2] – رواه مسلم:۷ و صحيح الجامع :۸۱۵۱.

[3] – السلسلة الصحيحة:۲۷۷۲.

[4] – رواه البخاري :۶۰۹۴ و مسلم :۲۶۰۷.

[5] – رواه صحيح الجامع:۸۱۸۶.

[6] – سوره الحشر :۷.

[7] – سوره النسآء:۸۰.

[8] – سوره النجم:۳-۴.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي