که د جينۍ د سر ويښتان ونه خريل شي ؟

که د جینۍ د سر ویښتان په ټول عمر کې ؤ نۀ خرېيُل شي کوم مشکل شته؟

ځینې خلک وایي چې لویه شي لمونځ یې نه کیږي دا خبره تاسې څنګه ارزاوۍ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاوو په نزد د نوی زږيدلې ماشوم او ماشومې د سر خريل په اوومه ورځ مستحب دي او د هغه د ويشتانو په وزن به سپين زر پر مسکينانو باندې وويشي .

کچيرې پاتې شي باک نه لري او زږيدو پرته نور ښځې ته په ټول عمر کې د سر د ويښتانو خريل حرام دي .

په دليل د دغه حديث شريف: «نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم ان تحلق المراة راسها» (رواه الترمذي و نسائي).

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې ته د ويښتانو د خريلو نه منع کړي ده.

او دا چې ځنې خلک وايي کچيرې د تولد وروسته د نجينۍ د سر ويښتان ونه خريل شي لمونځ يې نه کيږي ، هيڅ شرعي اصل نه لري، دا خبره غلطه ده .

وفي الموسوعة الفقهية: حلق رأس المولود: ذهب جمهور الفقهاء، إلى أنه يستحب حلق رأس المولود في اليوم السابع, ويتصدق بوزن الشعر وَرِقا ( فضة) ثم اختلفوا في حلق شعر المولود الأنثى, فذهب المالكية، والشافعية إلى أنه لا فرق في ذلك بين الذكر والأنثى؛ لما روي أن فاطمة بنت رسول الله صلى الله عليه وسلم، وزنت شعر الحسن، والحسين، وزينب، وأم كلثوم, وتصدقت بزنة ذلك فضة. ولأن هذا حلق فيه مصلحة من حيث التصدق, ومن حيث حسن الشعر بعده, وعلة الكراهة من تشويه الخلق غير موجودة هنا.

وأما الحنابلة: فيرون عدم حلق شعر المولود الأنثى؛ لحديث سمرة بن جندب مرفوعا:  كل غلام رهينة بعقيقته، تذبح عنه يوم السابع, ويحلق رأسه. وعن أبي هريرة مثله. ولقول النبي صلى الله عليه وسلم لفاطمة لما ولدت الحسن:  احلقي رأسه, وتصدقي بوزن شعره فضة على المساكين، والأوفاض. يعني أهل الصفة.

أما الحنفية: فذهبوا إلى أن حلق شعر المولود في سابع الولادة، مباح، لا سنة، ولا واجب. اهـ.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي