بيا هم د معلم نمایشي ورځ – د فرنګ قانون او جبري سوغاتونه

په اسلام کې د معلم خاص مقام ،قدر او احترام دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : فرمايلي : «ليس منَّا مَنْ لم يُجِلَّ كبيرَنا ، ويرحمْ صغيرَنا ! ويَعْرِفْ لعالِمِنا حقَّهُ» .

ژباړه : زمونږ څخه نه دی هغه څوک چې زمونږ د لويانو احترام نه کوي او زمونږ په کوچنيانو رحم او شفقت نه کوي او زمونږ د علماوو حق نه پيژني .

مګر په کال کې د يوې ورځې لمانځل د فرنګۍ طاغوتي دیموکراسۍ فرمان او قانون دی چې متأسفانه نن د ځنو ضعيف الايمانه مسلمانان لخوا دغه فرنګي قانون ته لبیک ويل کيږي .

ډيره عجيبه دا ده چې په شخصي او خصوصي مکاتبو کې ښه په شور لمانځل کيږي او بيا ډير د تعجب ځای دا دی چې د هغو ښکاري مکاتبو چې ځانونه د اسلام په اصولو برابر ګڼي او د اسلام د قيام شعار پورته کوي لمانځل کيږي او زده کوونکي مجبوروي څو دوی ته خوراکي شيان او نور سوغاتونه ور وړي او کچيرې څوک حاضر نشي نو هغوی به غير حاضر شميرل کيږي او ملامت به بلل کيږي، د دغو مکاتبو نومونه ځکه نه اخلم چې د دعوت اصول همداسې دي چې يو کس نه مشخص کيږي ….

که يې خپله حوس لرئ! نو پر ماشومانو يې مه جبري کوئ مصارف يې پر خپله غاړه واخلئ ځکه چې تاسې لوړ لوړ فيسونه اخلئ او نور جبراً په دې بدعت او ګناه کې مه درسره شريکوئ .

ګورئ ای مسلمانانو ! لږ شرم او حيا وکړئ، له الله تعالی څخه وويرېږي، د اسلامي شريعت د حکمونو پر ځای پر خلکو باندې جبراً د فرنګ حکمونه مه عملي کوئ .

و ما علينا الا البلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email