د ولادت څخه مخکې د وينې راتلل د نفاس حکم لري ؟

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

محترم استاذه الله دی وکړی چې روغ او جوړ اوسی او د ایمان په بهترین حالت کې اوسی . آمين

پوښتنه : يو خور چې د (۷) ميشتو حامله ده او ماشوم چې کومه پرده کې په رحم کې وی هغه پرده شکيدلی او لږ څه وينه راځي آيا دا په نفاس کې راځي يا که اودس او لمونځ ته ادامه ورکړي .

جزاک الله خيراً – بی بی: ل.س

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس وينه يا د نفاس موده د بچي د ولادت وروسته پيل کيږي چې زياته موده يې (۴۰) ورځې او کمه موده يې د ښځې په عادت پورې اړه لري په دغه موده کې د لمونځ ادا کول ، د قرآنکريم د مصحف مسحه کول ، تلاوت ، جومات ته ننوتل او طواف کول او د روژې نيول نشه .

مګر د ولادت څخه مخکې چې په هره وجه سره وينه راشي هغه مرض بلل کيږي د نفاس حکم نلري ، په دغه صورت کې به لمونځ کوي ، د روژې نيول ، تلاوت او نور جايز دي .

جاء في الموسوعة الفقهية :۴۱/۸

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ الدَّمَ الْخَارِجَ بَعْدَ انْفِصَالِ الْوَلَدِ نِفَاسٌ .

وَاخْتَلَفُوا فِي الدَّمِ الْخَارِجِ قَبْلَ الْوِلادَةِ لأَجْلِهَا .

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ : إِلَى أَنَّ الدَّمَ الَّذِي تَرَاهُ الْحَامِلُ ابْتِدَاءً أَوْ حَالَ وِلادَتِهَا قَبْلَ خُرُوجِ الْوَلَدِ اسْتِحَاضَةٌ وَلَيْسَ بِنِفَاسٍ ، وَإِنْ كَانَ مُمْتَدًّا.

و جاء في بدائع الصنائع: ۱/۱۶۴:

فَصْلٌ فِي النِّفَاسِ ( النِّفَاسُ هُوَ الدَّمُ الْخَارِجُ عَقِيبَ الْوِلادَةِ ) لأَنَّهُ مَأْخُوذٌ مِنْ تَنَفُّسِ الرَّحِمِ بِالدَّمِ أَوْ مِنْ خُرُوجِ النَّفْسِ بِمَعْنَى الْوَلَدِ أَوْ بِمَعْنَى الدَّمِ ( وَالدَّمُ الَّذِي تَرَاهُ الْحَامِلُ ابْتِدَاءً أَوْ حَالَ وِلادَتِهَا قَبْلَ خُرُوجِ الْوَلَدِ اسْتِحَاضَةٌ ) وَإِنْ كَانَ مُمْتَدًّا .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي