د قيامت علامه :د شرابو څښل او د هغه حلال ګڼل

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ الْعِلْمُ وَيَثْبُتَ الْجَهْلُ وَيُشْرَبَ الْخَمْرُ وَيَظْهَرَ الزِّنَا»[1].

ژباړه : د قيامت له نښو څخه د علم پورته کيدل د جهل زياتيدل او د شرابو څښل او د زنا ښکاره کيدل دي.

او خپريدو او څښلو سربيره به حلال ګڼل کيږي لکه څنګه مو چې پورته د بخاري شريف حديث بيان کړ چې :داسې کسان به پيدا شي چې زنا ، ابريشم ، شراب او موسیقي به حلال ګڼې .

او د حلال ګڼلو لپاره به ډول ډول حيلې جوړوي هغه به پر بل نوم باندې يادوي لکه : د بير (Bear) ، ويسکي (Whisky) او جن (Gin) په نومونو به يې يادوي.

امام أحمد پخپل مسند کې په صحيح سند سره له ابی مالک الاشعري څخه روايت نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « لَيَشْرَبَنَّ أناسٌ من أُمَّتي الخمرَ ، يُسَمُّونَها بغيرِ اسمِها »[2].

ژباړه: زما د امت يوه ډله به شراب څښي حال دا چې پر بل نامه به يی بولي.

او ابن ماجه ، ابن حبان ، طبراني او بيهقي په يو بل لفظ سره داسې روايت نقل کړی :

« لَيشربَنَّ أُناسٌ مِن أُمَّتي الخمْرَ، يُسَمُّونها بغيرِ اسْمِها, وتُضْرَبُ على رُؤوسِهم المعازِفُ، يخسِفُ اللهُ بهم الأرضَ, ويجعَلُ منهم قردةً وخنازيرَ »[3].

ژباړه : زما د امت څخه به ځنې خلک شراب څښې حال دا چې پر بل نامه به يې يادوي او د خلکو په حضور کې به د موسيقۍ آلات وهي، الله پاک به يې په ځمکه کې غرق او د دوی څخه به ځنې شاديان او خنځيران وګرځوي.

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري  .

[2] – رواه أحمد و صحيح الجامع :۵۴۵۳.

[3] – أخرجه أبو داود (۳۶۸۸)، وأحمد (۲۲۹۰۰) مختصراً، وابن ماجه (۴۰۲۰) باختلاف يسير، والبيهقي (۱۷۸۴۵) واللفظ له .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي