د قيامت علامه: د زنا خپريدل

 زنا د ناحقه قتل څخه وروسته ستره ګناه ده، خو داسې وخت به راشي چې دا ستر جرم به په مسلمانانو کې خپور شي لکه په اوس وخت کې او دا د آخر زمانې له فتنو څخه يوه ستره فتنه ده .

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: د قيامت له نښو څخه د زنا خپريدل او ښکاره کيدل دي « إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: … وَيَظْهَرَ الزِّنَا»[1].

او حاکم له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« سيَأتي علَى النَّاسِ سنواتٌ خدَّاعاتُ…. فذکر الحديث و فيه : «أنه قال : و تشيع فيها الفاحشة»[2]

خبره يوازې د خپريدو نه ده بلکي ځنو وضعي او سکولار نظامونو پخپلو طاغوتي قوانينو کې مباح ګرځولی ده، لکه څنګه چې ددې فتنې په اړه مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې خبر را کړئ :

«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ …»[3] .

ژباړه : زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به زنا، ابريشم، شراب او د موسيقي آلات حلال ګڼي .

بلکي د خپريدو او مباح ګڼلو سربيره به د خلکو څخه حيا هم نه کوي بلکي د حيواناتو په څير به په عام محضر او لار کې دا کار تر سره کوي لکه څنګه چې اوس مهال د کافر غرب او ځنې سکولار نظامونو حال دی .

ابن حبان او البزار له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روايت نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لا تقومُ الساعةُ حتى يَتَسَافَدُوا في الطريقِ تَسَافُدَ الحميرِ…»[4]

ژباړه : تر هغه پورې به قيامت قايم نشي څو نارينه او ښځې د خرو په څير په لاره کې فحاشت تر سره کړي .

چې دا اوس واضح ده په غربي هيوادونو کې فاحش کسان په چوک او لارو کې دريږي، په ځينې اسلامي هيوادونو کې هم د غرب د وضيعې قانون او کړنو پوره پوره تقليد او پيروي تر سره کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري:۶۸۰۸.

[2] – مستدرک حاکم :۴/۵۱۲

[3] – رواه البخاري:۵۵۹۰.

[4] – السلسلة الصحيحة :۱/۷۸۹،و البزار فی مسنده: ص:۲۳۸.

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 21 times, 1 visits today)